د ترکیې په سیاسي تاریخ کې یو ډیر مهم ګام پورته شو

د ترکیې په تاریخ د لومړني منتخب ولسمشر ټاکنې پایته ورسیدې.

86446
د ترکیې په سیاسي تاریخ کې یو ډیر مهم ګام پورته شو

د ترکیې په تاریخ د لومړني منتخب ولسمشر ټاکنې پایته ورسیدې. 

د غیرې رسمي  پایلو له مخې  لومړي وزیر رجب طیب اردوغان  د ۵۲ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره  د ترکیې لومړنی منتخب  ولسمشر وټاکل شو.

 په ټاکنو کې د ګډون کچه  ۷۳ سلنه  وه. په ټاکنو کې ۳۹ میلیونه  رایې کارول شوي چې ۳۸ میلیونه يي منل  شوي  دي .

په ټاکنو کې  لومړي وزیر اردوغان د خپلو رقیبانو په پرتله  د پام وړ فرق  سره  لومړی  مقام  خپل کړ . همداشان  د جمهوریت خلق او ملیت پالو غورځنګ  مخالفو ګوندونو  ګډ نوماند  اکمل الدین  احسان اوغلو ۳۸ سلنه رایې او د حقونو او ډیموکراسۍ د ګوند نوماند  صلاح الدین دیمیرتاش بیا ۹ سلنه  رایې ترلاسه کړې .

په ټوله ترکیه کې لومړي وزیر رجب طیب اردوغان  په ۵۵ ولایتونو کې  او اکمل الدین احسان اوغلو په ۱۱ ولایتونو کې د خپلو رقیبانو نه ډیرې رایې ترلاسه کړي دي .

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه