د ترکیې د عسکري شورا عالي غونډه پایته ورسیده

په ترکیه کې د عسکري شورا عالي کلنۍ غونډه د ټاکل شوې مودې نه یوه ورځ مښکې پایته ورسیده.

81554
د ترکیې د عسکري شورا عالي غونډه پایته ورسیده

په ترکیه کې د عسکري شورا عالي کلنۍ غونډه د ټاکل شوې مودې نه یوه ورځ مښکې پایته ورسیده.
په ترکیه کې د عسکري شورا عالي کلنۍ غونډه دوه ورځې وړاندې د لومړي وزیر رجب طیب اردوغان په مشرۍ پیل شوې وه پرون پایته ورسیده. په غونډه کې د هیواد د دفاع وزیر ، لوی درستیز او د قوتونو ټولو قومندانانو ګډون کړی وو.
د غونډې پایلې او پریکړې تیره ورځ د ولسمشر عبدالله ګل لخوا لاسلیک او وروسته د هیوادوالو سره شریکې شوې.
د ترکیې د عسکري شورا پدې عالي غونډه کې د هیواد د جندارما د ځواکونو قومندان تقاعد او پر ځای يي د ایژې د اردو قومندان ستر جنرال عبدالله اتای د جندارما د عمومي قومندان په توګه وټاکل شو.
د هیواد د پلو ځواکونو د تعلیم او تربيې عمومي قومندان ستر جنرال صالح ذکي چولاک د لومړۍ اردو د قومندان په توګه وټاکل شو.
همداشان پدې غونده کې د اګست د ۳۰ نیټې نه په اعتبار سره ۳۷ جنرالانو ترفیع منظورې شوې . همداشان ۵۱ ډګروالانو هم جنرالۍ رتبې ته ترفیع وکړه .
په سږنۍ غونډه کې ۴۱ تنه جنرالان د مناسبو پوستونو د کمبود له امله او دوه تنه نور بیا د لوړ عمر له امله تقاعد ته سوق کړی شول.


پيوندونه:

اړوند خبرونه