لومړي وزیر اردوغان د کلونو کلونو وروسته د فوټبال په سیالۍ کې ګډ

د هیواد لومړي وزیر رجب طیب اردوغان په استانبول کې د ښاروالۍ د فوټبال لوبغالی پرانیست.

72590
لومړي وزیر اردوغان  د کلونو کلونو وروسته د فوټبال په سیالۍ کې ګډ

د هیواد  لومړي وزیر  رجب  طیب  اردوغان  په استانبول کې  د ښاروالۍ د فوټبال  لوبغالی  پرانیست. 

لومړي وزیر اردوغان  پرون  د استانبول  د بشک شهر په سیمه کې  د ښاروالۍ  مدرن  د فوټبال لوبغالی  پرانیست. لومړي وزیر اردوغان  د فوټبال لوبغالی  د هیواد د فوټبال د ملي لوبډلې د مشر او نامتو فوټبالر  فاتح  تریم  په نامه  ونوموه. 

لومړي وزیر اردوغان د لوبغالي د پرانیستو په مراسمو کې  په خپله وینا کې وویل چې  سپورت باید  د سیاست او اډیالوژیکو نښتو نه  لرې وساتو او تل  باید سپورت ته وده ورکړو.

د ویلو ده چې په لوبغالي کې لومړنۍ لوبه هم  د لومړي وزیر اردوغان په ګډون د هیواد نامتو څیرو وکړه.

لومړني  لوبه  د هیواد  د نامتو سیاسي او سپورتي څيرو  ترمنځه وشوه . پدې لوبه کې  د لومړي وزیر اردوغان سربیره  د هیواد د فوټبال د فدارسیون مشر یلدرم دیمیراوران، اجون ایلیجالي،رضوان دیلمن، محمد اودیلیک، یلمز اردوغان او برات البیرق  څیر  ځیرو ګډون کړی وو.

لوبه  ۹ د ۴  پر وړاندې  د لومړي وزیر اردوغان  د لوبډلې په ګټه پایته ورسیده. په لوبه کې لومړي وزیر اردوغان درې ګولونه ووهل.  


پيوندونه:

اړوند خبرونه