د ترکیې ۱۱۱ پوهنتونونو په غزې روان بریدونه په کلکه توګه وغندل

د ترکیې د ۱۱۱ پوهنتونونو ریسانو د غزې په اړه په ۱۱ ژبو ګډه اعلامیه خپره کړه.

68062
د ترکیې ۱۱۱ پوهنتونونو په غزې روان بریدونه په کلکه توګه وغندل

د ترکیې د ۱۱۱ پوهنتونونو ریسانو د غزې په اړه په ۱۱ ژبو ګډه اعلامیه خپره کړه.
په اعلامیه کې په غزې روان بریدونه چې د ټولو بشري ، حقوقي او نړۍوالو قوانینو سره په ټکر کې دي په نفرت سره غندل شوي دي .
په اعلامیه کې راغلي دي چې په غزه کې ډیر لوی بشري ناورین روان دی خو له بده مرغه چې ټوله پدې لوی قتل عام سترګې پټې کړي او غوږونه کاڼه کړي دي .
په اعلامیه کې په نړۍوالې ټولنې او نړۍوالو اکټورانو غږ شوی دی چې د اسراییلو ددې وحشیانه عملونو پر وړاندې غوڅ دریځ خپل کړي او ددې عام وژنو مخه ونیسي.
همداشان په اعلامیه کې راغلي دي دا چې د اسراییلو پوهنتون د اسراییلو دا ضد بشري عمل ندی غندلی د همدې امله موږ سره خپلې اړیکې پرې کوو.
اعلامیه په ترکي، کوردي، انګلیسي، عربي، فارسي، الماني، اسپانیوي، روسي، ارمني، فرانسوي او ایټالیوي ژبو خپره شوې ده .


پيوندونه:

اړوند خبرونه