په ترکیه کې  د ګازو په ټانکر کې چاودنې ۷۰ تنه ټپیان کړل

د ترکیې د دیارباکر ولایت د لیجې په والسوالۍ کې په لويه لاره کې د ګازو د ټانکر د چپه کیدو نه وروسته زوروره چاودنه رامنځته شوه .

66535
په ترکیه کې  د ګازو په ټانکر کې چاودنې ۷۰ تنه ټپیان کړل

د ترکیې د دیارباکر ولایت د لیجې په والسوالۍ کې په لويه لاره کې د ګازو د ټانکر د چپه کیدو نه وروسته زوروره چاودنه رامنځته شوه .
د نوموړې چاودنې له امله د سیمې نه د تیریدو په حال کې دوه مساپروړونکې بسونه او یو شخصي موټر سخت زیان لیدلی دی .
د چاودنې له امله دوه بسونو او یو شخصي موټر هم اور واخیسته چې له امله يي ۷۰ تنه ټپیان شول.
د ټپیانو نه د شلو تنو روغتیايي حالت باریکه دی.
د پیښې نه وروسته سیمې په لسګونو امبولانسونه او د اور وژنې ډلې واستول شوې.
د ټپیانو ډیری د دیارباکر ولایت د دیجله پوهنتون په روغتون کې د درملنې لاندې نیول شوي دي .
یو شمیر ناروغان چې روغتیايي حالت يي ښه نوو د مالاتیا، باتمان او الازغ ولایتونو روغتونونو ته انتقال کړی شوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه