اردوغان: پر اسراييلو لعنت وايم او كركه ترې لرم

لومړي وزير او د عدالت او پراختيا د ګوند نه د تركيې د ولسمشرۍ چوكۍ ته كانديد رجب طيب اردوغان پرون يوې غونډې ته د وينا پرمهال په غزه كې د اسراييلو د ځمكنيو عملياتو د پيل له امله نوموړى هېواد يو ځل بيا وغندلو.

65253
اردوغان: پر اسراييلو لعنت وايم او كركه ترې لرم

اردوغان پر اسراييلو لعنت وويلو.
لومړي وزير او د عدالت او پراختيا د ګوند نه د تركيې د ولسمشرۍ چوكۍ ته كانديد رجب طيب اردوغان پرون يوې غونډې ته د وينا پرمهال په غزه كې د اسراييلو د ځمكنيو عملياتو د پيل له امله نوموړى هېواد يو ځل بيا وغندلو.
اردوغان وويل چې ``اسراييليان يو داسې كميس اغوندي چې پرې د يوې مسلمانې حاملې مېرمن عكس چاپ شوى دى. د عكس لاندې ليكل شوي دي چې دا مسلمانه ښځه په خېټه وولئ تر څو په يوې مرمۍ دوه تنه ووژل شي.`` لومړي وزير اردوغان زياته كړه چې ``دوى د انسانيت په نامه هېڅ نه پېژني. دا ظالمانه دريځ سپكاوى او بې ناموسي ده. زه د بشريت په استازيتوب له دوى كركه لرم او پرې لعنت وايم.
اردوغان څرګنده كړه چې په تركيه كې د مېشتو يهودي هېوادوالو په وړاندې ناوړه دريځ د منلو وړ ندى. زموږ اصلي هدف د اسراييلو ترهګر دولت دى. موږ بايد د اسراييلو په وړاندې په سيمه ايزه او نړيواله كچه مبارزه وكړو. اسراييليان بايد خپل دولت په وړاندې ګام پورته كړي.
اردوغان يو ځل بيا څرګنده كړه چې ددې ظلم په وړاندې لويديځ چوپه خوله دى. سربېره پردې اسلامي هېوادونه هم چوپه خوله پاتې دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه