د قبرس د سولې د عملياتو ۴۰مه كليزه
د قبرس د سولې د عملياتو ۴۰مه كليزه په پلازمېنه لېفكوشا كې د شانداره مراسمو په ترڅ كې ولمانځل شوه.
د قبرس د سولې د عملياتو ۴۰مه كليزه
د قبرس د سولې د عملياتو ۴۰مه كليزه په پلازمېنه لېفكوشا كې د شانداره مراسمو په ترڅ كې ولمانځل شوه. دا مراسم چې د اتاترك په څلي كې پيل شول پكې د تركيې ولسمشر عبدالله ګل، د شمالي قبرس تركي جمهوريت ولسمشر دروېش اېراوغلو، د نوموړي هېواد د ملي شورا ريسې سيبل سيبر، لومړي وزير اوزكان يورګانجي اوغلو، د كابينې او پارلمان غړو او سياسي ګوندونو ګډون كړى وو.
سربېره پر دې د تركيې د لومړي وزير مرستيال بشير اتلاى او يو شمېر وكيلانو هم ګډون كړى وو.
ولسمشر ګل د خپلې وينا په ترڅ كې وويل چې د قبرس د ستونزې د عادلې او تلپاتې حل لارې لپاره بايد نور وخت له لاسه ورنكړل شي. ګل زياته كړه چې دا حل لاره بايد په ټاپوزمه كې د شتو حقايقو په رڼا كې رامنځته شي. ولسمشر ګل د قبرس يوناني خوا ته په خطاب كې وويل چې `` يوناني برخه بايد د قبرسي تركانو د صميمي هلو ځلو نه ملاتړ وكړي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله