ګل: اسراییلو په فلسطین کې ملي وحدت او روغې جوړې برید کړی دی

د فلسطین ولسمشر محمود عباس چې د لومړي وزیر رجب طیب اردوغان په بلنه پرون ترکیې ته راغلی د ولسمشر عبدالله ګل او لومړي وزیر اردوغان سره يي لیدنه وکړه.

64212
ګل: اسراییلو په فلسطین کې ملي وحدت او روغې جوړې برید کړی دی

د فلسطین ولسمشر محمود عباس چې د لومړي وزیر رجب طیب اردوغان په بلنه پرون ترکیې ته راغلی د ولسمشر عبدالله ګل او لومړي وزیر اردوغان سره يي لیدنه وکړه.
د فلسطین ولسمشر عباس پرون په استانبول کې د ولسمشر ګل سره لیدنه وکړه.
ولسمشر عبدالله ګل د محمود عباس سره د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې وویل لکه څرنګه چې تاسې پوهیږۍ پدې وروستیو کې په فلسطین کې ډیر مهم پرمختګونه رامنځته شول، خپل منځنۍ روغه جوړه وشوه او په نړۍ کې د فلسطین موقف او پرستیژ لا پسې لوړ شو.
ولسمشر عبدالله ګل په غزې د اسراییلو د روانو بریدونو په اړه وویل چې اسراییلو په تیرو دې دوو اونیو کې د روانو بریدونو سره هم د فلسطین په خلکو او هم په فلسطین کې په ملي وحدت او روغې جوړې برید کړی دی . ولسمشر ګل وویل چې ښاغلي عباس او نورو دوستانو په فلسطین کې د روانو پرمختګونو په اړه موږ ته معلومات راکړل چې ترینه مننه کوم.
ولسمشر ګل زیاته کړه چې د فلسطین خلک د محاصرو لاندې ژوند کوي چې د همدې امله د لویو لویو ستونزو سره لاس او ګریوان دي . د فلسطین خلکو ته باید هر څه ژر مرستې ورسول شي. ګل زیاته کړه چې په فلسطین کې باید لومړی دوامداره اوربند رامنځته شي او وروسته د دوو دولتونو د اساس په نظر کې نیولو سره دا ستونزه اواره شي.
ولسمشر ګل زیاته کړه چې د تل په څیر نن ورځ هم ترک ملت د فلسطین ترڅنګ دی او ملاتړ به دوام ورکړي.
د فلسطین ولسمشر محمود عباس هم غونډې ته په فلسطین کې د روانو حالاتو په اړه معلومات ورکړل.
عباس وویل چې ترکیه د فلسطین مسلې ته د یوې ګډې مسلې په سترګه ګوري . عباس زیاته کړه چې د ترکیې سره تل د تماس په حال کې یو او په ملګروملتونو سازمان کې د ترکیې د مرستې او ملاتړ له امله د ترکیې نه مننه کوو.
عباس زیاته کړه چې اسراییل په فلسطین کې د روغې جوړې او ملي وحدت مخالف دی او هیڅکله هم نه غواړي چې زموږ په منځ کې روغه جوړه شتون ولري. د اسراییلو حکومت په ملګروملتونو او نړۍوالو سازمانونو کې زموږ د غړیتوب سره مخالفت کوي. اسراییل د یو خپلواکه فلسطیني دولت چې بیت المقدس يي پلازمینه وي د جوړیدو سره تل مخالفت کوي او ډول ډول بهانې رامنځته کوي.
محمود عباس د ماښام په ساعتونو کې د لومړي وزیر اردوغان سره یو ځای په استانبول کې د عدالت او پراختیا د ولایتي شورا لخوا په جوړ شوي د روژه ماتې په میلمستیا کې ګډون وکړ. وروسته دواړو مشرانو د استانبول د دولمه باغچه په ماڼې کې د لومړي وزیر اردوغان د کار په دفتر کې دوه په دوه لیدنه وکړه .
ویل کیږي پدې لیدنه کې چې د بندو دروازو تر شا ترسره شوه د فلسطین په وروستیو پرمختګونوو ، په غزې د اسراییلو په مځکنیو عملیاتو او پدې بهیر کې د ترکیې په رول خبرې وشوې.


پيوندونه:

اړوند خبرونه