اردوغان :اسلامي هیوادونه په غزې په روانو بریدونو سترګې پټوي

غونډه د لومړي وزیر رجب طیب اردوغان په پرانیست وینا پیل شوه . لومړي وزیر اردوغان د غونډې په پرانیست وینا کې دا ځل په اسلامي نړۍ او یو شمیر اسلامي علماو سختې نیوکې وکړې.

133322
اردوغان :اسلامي هیوادونه په غزې په روانو بریدونو سترګې پټوي

د اسلامي علماو نړۍواله  غونډه  د ترکیې د دیني چارو د ریاست په کوربه توب نن  په استانبول کې پیل شوه .

غونډه د لومړي وزیر رجب  طیب اردوغان  په پرانیست وینا  پیل شوه . لومړي وزیر اردوغان  د غونډې په پرانیست وینا کې دا ځل  په اسلامي نړۍ او یو شمیر  اسلامي علماو سختې نیوکې وکړې. لومړي وزیر اردوغان په هغه اسلامي هیوادونو  چې په غزې د اسراییلو د روانو وحشیانه بریدونو په  اړه  چپه خوله پاتې دي او سترګې پټوي  سخته  نیوکه وکړه . لومړي وزیر اردوغان وویل چې په لویدیځ  نیوکه کول  اسانه خبره ده . خو  زه په اسلامي نړۍ غږ  کوم  چې ای  اسلامي نړۍ او اسلامي هیوادونو  تاسې چیرته هستۍ؟  تاسې ولې  د اسراییلو پدې وحشیانه  او خونړیزو بریدونو  سترګې پټې کړي دي او غږ  مو نه پورته کیږي. آیا په غزه کې  روانې عام وژنې او ماشومانو وژنې  ستاسې  زړه  نه خوږوي؟ ستاسې  زړه  درد نه کوي؟ 

لومړي وزیر اردوغان  په استانبول کې جوړه شوې د اسلامي علماو د سولې ، اعتدال  او همغږۍ غونډې ګډونوالو ته په وینا کې وویل چې په منځني ختیځ کې په هره برخه کې  وینې تویږي  او  دا  وینه  د مسلمانانو  وینه  ده . لومړي وزیر اردوغان وویل چې په لویدیځه نړۍ نیوکې اسانه خبره ده  خو  مهمه  اسلامي نړۍ ده چې اسلامي نړۍ ولې  چپه  خوله  ناسته ده  او  روانو عام وژنو په اړه  د خولې نه  غږ  نه پورته کوي. له بده مرغه چې نن ورځ  اسلامي نړۍ هم  په هر څه سترګې پټوي.

لومړي وزیر اردوغان  ددې خبرې په ټینګار وویل چې له بده مرغه چې نن  ورځ  یو شمیر اسلامي هیوادونه  په غزې د اسراییلو د بریدونو نه  ډير راضي او ممنون دي، دا ځکه  که چیرې  دوي راضي نشي  او ممنونیت  اظهار نکړي دوي هم  پدې مسله کې داخلیږي.

اردوغان  زیاته کړه موږ  د ۱۹۴۸ کال راهیسې  په فلسطین کې د روانو ظلمونو  په غم  کې وو چې وروسته  د افغانستان مسله  رامنځته شوه. د افغانستان نه وروسته لبنان او ورپسې عراق  مسله  رامنځته شوه . همداشان  د عراق نه وروسته د سوریې ، مصر، سومالي، میانمار  مسله  رامنځته شوه . که چیرې  د فلسطین  د مسلې اړوند  اسلامي نړۍ د پيل نه  غوڅ دریځ  او یووالي ښودلی  وي  شاید چې د افغانستان  مسله  او  ستونزه  نوای  رامنځته شوي. همداشان  که چیرې  په افغانستان کې اعتدال او همغږي او ورورولي حاکمه  شوي  وای  شاید چې  اسلامي نړۍ نن  ورځ  پدې اور کې  نه  سوځیدلی . شاید چې نن ورځ  د اسلامي نړۍ په هر ګوډ کې د وینو سیلابونه روان نوای.

لومړي وزیر اردوغان وویل چې د اسلام په مبارک  دین کې مذهبي نښتو او جګړو ته  ځای  نشته.

اردوغان  ددې خبرې په ټینګار وویل چې موږ  باید مذهب پالنه ، سوني پالنه ، شیعه پالنه  ونکړو دا ځکه چې موږ ټول مسلمانان  یو. موږ باید یواځې او یواځې د اسلام د مبارک دین نه دفاع وکړو.

لومړي وزیر اردوغان  وویل چې ترکیه  ددې ټولو مذهبي نښتو نه  بهر ده  او بې طرفه  ده . موږ  یواځې او یواځې  د قران  او مظلوم  پلوي کوو. 

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه