ولسمشر عبدالله ګل د نوي ګوند د جوړولو اړوند ادعاګانې رد کړې

د ترکیې ولسمشر عبدالله ګل هغه ادعاګانې چې ګواکې د ولسمشرۍ د دندې د مودې د پوره کیدو نه وروسته نوی ګوند جوړي رد کړې.

132696
ولسمشر عبدالله ګل د نوي ګوند د جوړولو اړوند ادعاګانې رد کړې

د ترکیې ولسمشر عبدالله ګل هغه ادعاګانې چې ګواکې د ولسمشرۍ د دندې د مودې د پوره کیدو نه وروسته نوی ګوند جوړي رد کړې.
د هیواد د ولسمشرۍ د ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې دا ادعاګانې په کلکه توګه رد شوي دي.
په خبر کې راغلي دي چې ولسمشر عبدالله ګل ددینه وړاندې هم په کراتو مراتو ویلي وو او نن یو ځل بیا په ټینګار سره وايي چې د نوي ګوند د جوړولو پلان نلري او کله يي هم پدی اړه فکر ندی کړی.
د یادولو وړ ده چې د ولسمشر عبدالله ګل د راتلونکې په اړه ډول ډول ادعاګانې رامنتځه کیږي.
ولسمشر عبدالله ګل دوه ورځې وړاندې د ترکیې د سوداګریزو خونو او اسهامو د بازارونو د ټولنې د مشر سره د لیدنې نه وروسته د خپل راتلونکې په اړه د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
ولسمشر ګل وویل چې د ماشومتوب نه هیواد ته په خدمت پیل کړی دی او خدمت ته به دوام ورکړم. د ولسمشرۍ د دندې د مودې نه به وروسته هم خپل وطن ته خدمت وکړم.


پيوندونه:

اړوند خبرونه