اردوغان: د فلسطين درد زما درد دى.

لومړي وزير رجب طيب اردوغان پرون د هېواد د انتاليا په ولايت كې د روژه ماتي په مراسمو كې د وينا پر مهال وويل چې له بده مرغه چې په ټوله اسلامي نړۍ كې دردونه او كړاوونه پاى نه مومي.

127775
اردوغان: د فلسطين درد زما درد دى.


لومړي وزير رجب طيب اردوغان پرون د هېواد د انتاليا په ولايت كې د روژه ماتي په مراسمو كې د وينا پر مهال وويل چې له بده مرغه چې په ټوله اسلامي نړۍ كې دردونه او كړاوونه پاى نه مومي. په ځانګړي توګه پدې وروستيو څو ورځو كې اسراييلو پر فلسطين باندې د ۴۰۰ ټنو په اندازه د بمونو باران جوړ كړى دى چې پكې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه كسان وژل شوي دي.
اردوغان هغو ماشومانو ته په اشارې سره چې د اسراييلو په بريدونو كې يتيمان شوي دي وويل چې`` تر هغه پورې چې پر فلسطين باندې لګېدلي بنديزونه او محاصره پاى ته نه وي رسېدلي تركيه د اسراييلو سره اړيكي نه نورمالوي.``
اردوغان وويل چې `` موږ د فلسطين د مسلې په برخه كې هېڅكله هم بېطرفه نه يو. موږ د يو لوى ملت او لوى دولت په توګه تل د فلسطينيانو تر څنګ ولاړ يو.
اردوغان زياته كړه چې د فلسطين سربېره د تركيې سره نږدې په سوريه كې هم د جګړو او ناخوالو له امله په زرګونو كسان يتيمان شوي دي. په عراق كې هم يو زيات شمېر ماشومانو خپلې مېندې او پلرونه له لاسه وركړي دي. تركيې تر اوسه پورې د انساني مرستو په برخه كې خپلې ټولې هلې ځلې جاري ساتلي دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه