داعش یرغمل کړي لارۍ چلوونکي ترکان خوشې کړل
د عراق د موصل په ښار کې د داعش لخوا یرغمل شوي ۳۲ تنه لارۍ چلوونکي ترکان پرون د غرمې نه وروسته خوشې او د ترکيې چارواکیو ته وسپارل شول.
د عراق د موصل په ښار کې د داعش لخوا یرغمل شوي ۳۲ تنه لارۍ چلوونکي ترکان پرون د غرمې نه وروسته خوشې او د ترکيې چارواکیو ته وسپارل شول.
د ویلو ده چې نوموړي ۳۲ تنه لارۍ چلوونکي د داعش د ډلې لخوا د عراق د اربیل د ښار په شل کیلو مترۍ کې په اربیل کې د ترکیې د قونسلګرۍ چارواکیو ته وسپارل شول.
لارۍ چلوونکي د اربیل په ولسوالۍ کې د هویت د تثبیت او پاسپورتونو د کنټرول نه وروسته په اربیل کې د ترکیې جنرال قونسل محمد عاکف انعام ته وسپارل شول.
د ویلو ده چې ۳۲ تنه لارۍ چلوونکي چې د جون په لسمه د داعش لخوا یرغمل نیول شوي ول ۲۴ ورځې وروسته ازاد او خپلو کورونو ته راستانه شول.
ترکي لارۍ چلوونکي په الوتکه کې د شانلي اورفا ولایت ته راوستل شول. د شانلي اروفا په هوايي ډګر کې د نوموړو نه د والي په ګډون یو شمیر چارواکیو او خپلو خپلوانو يي هر کلی وکړ. لارۍ چلوونکو د خوښۍ نه اوښکې تویې کړې.
د هیواد د بهرنیو چارو وزیر احمد داوود اوغلو د نوموړو ۳۲ تنو ترکانو د خوشې کیدو نه وروسته وویل چې د نوموړو روغتیايي حالت په کامله توګه ښه دی او انشاالله چې پاتې ۴۹ تنه نور چې د داعش د ډلې لخوا یرغمل نیول شوي دي هر څه ژر خوشې شي.
وزیر داوود اوغلو وویل چې د نوموړو ۴۹ تنو د خوشې کیدو په خاطر شپه او ورځ هلې ځلې کوي . داوود اوغلو وویل هیڅ شی زموږ د یو تن هیوادوال د سر د یو ویښته په اندازه ارزښت نلري. موږ ته تر ټولو مهم د خپلو هیوادوالو روغتیا او سلامتي ده . ۲۳ ورځې کیږی چې شپه او ورځ د همدې په خاطر کار کوو چې نیول شوي هیوادوال مو په خیر او سلامتۍ سره هیواد ته راستانه شي.
زموږ یواځنۍ هیله په خیر او سلامتۍ سره د پاتې کسانو هیواد ته راستنیدل او د ټیلیفون له لارې د هغوې د غږ اوریدل دي.
د بله پلوه د هیواد لومړي وزیر رجب طیب اردوغان د خوشې شوو ۳۲ تنو لارۍ چلوونکو په اړه وویل چې د ډیرو زیاتو هلو ځلو په پایله کې دا ۳۲ تنه خوشې شول.
لومړي وزیر اردوغان د استانبول د اناتولیا د زمریانو په نامه د سوداګرو د ټولنې لخوا په جوړ شوي روژه ماتې کې وویل چې دا ۳۲ تنه د هیواد د ټولو اراګانونو د همکارۍ او په ګډه د کار کولو او هلو ځلو په پایله کې خوشې شول.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1718901161)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1718901161)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله