په اسکي شهر کې ۱۸ تنه ناقانونه کډوالو ونیول شول
د هیواد د اسکي شهر په ولایت کې ۱۸ تنه افغان او پاکستاني ناقانونه کډوال ونیول شول.
د اسکي شهر د امنیتي سرچینو د خبر له مخې د امنیې قومندانۍ د بهرنیو وګړو د څانګې پولیسو د یو راپور د ترلاسه کولو نه وروسته د اسکي شهر استانبول په لویه لاره کې پلټنه پيل کړه چې په پایله کې ۱۸ تنه افغان او پاکستاني ناقانون کډوال چې غوښتل يي استانبول ته لاړ شي ونیول.
نوموړي کسان د اسکي شهر د سیوري هیسار په سیمه کې ونیول شول. نیول شوي ناقانونه کډوالو لومړی د روغتیايي کنټرول نه تیر شول او وروسته د امنیې قومندانۍ د بهرنیو وګړو څانګې ته یوړل شول.
د نوموړو ناقانونه کډوالو د څیړونو د پایته رسیدو نه وروسته به نوموړي کسان بیرته خپلو خپلو هیوادونو ته واستول شي.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1718942341)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1718942341)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله