په عراق کې د داعش د ډلې لخوا یرغمل شوي لارۍ چلوونکي ترکان خوشې ش

په عراق کې د داعش د ډلې لخوا یرغمل شوي لارۍ چلوونکي ترکان خوشې شول.

116595
په عراق کې د داعش د ډلې لخوا یرغمل شوي لارۍ چلوونکي ترکان خوشې ش

په عراق کې د داعش د ډلې لخوا یرغمل شوي لارۍ چلوونکي ترکان خوشې شول.
د یادولو وړ ده چې داعش ډلې د جون په لسمه د یرغمل کړو لارۍ چلوونکو ترکانو د خوشې کولو نه خبر ورکړ.
د اناتولیا خبري اژانس ویلي دي چې خوشې شوي لارۍ چلوونکي ترکان په بسونو کې سپاره شوي او د اربیل د ښار په لورې حرکت کړی دی .
د نوموړو نه به د اربیل د محمور په سرحدي دروازه کې د هیواد د چارواکیو لخوا هر کلی وشي.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د لارۍ چلوونکو ترکانو روغیتايي حالت په کامله توګه ښه دی خو یواځې د هغوئ لارۍ د داعش لخوا قبضه شوي دي .
د نوموړو لارۍ چلوونکو خپل او خپلوان چې دیری د شانلي اورفا او مردین د ولایت اوسیدونکي دي د محمور سرحدي دروازه ته د هر کلي په موخه روان شوي دي


پيوندونه:

اړوند خبرونه