اردوغان ولسمشرۍ ته خپله نوماندي رسمآ اعلان کړه
د ترکیې د عدالت او پراختیا واکمن ګوند د ولسمشرۍ لپاره خپل نوماند اعلان کړ
د ترکیې د عدالت او پراختیا واکمن ګوند د ولسمشرۍ لپاره خپل نوماند اعلان کړ.
د عدالت او پراختیا واکمن ګوند لومړی وزیر رجب طیب اردوغان د ولسمشرۍ لپاره نوماند اعلان کړ.
د ترکیې د عدالت او پراختیا واکمن ګوند مرستیال محمد علي شاهین نن په انقره کې د څلور زرو تنو په ګډون په جوړه شوې شانداره غونډه کې د ولسمشرۍ لپاره د لومړي وزیر رجب طیب اردوغان نوماندي رسمآ اعلان کړه.
شاهین وویل چې دا پریکړه په پارلمان کې د ګوند د ټولو وکیلانو او مخورو کسانو لخوا په ګډه شوې ده .
د ویلو ده چې په غونډه کې د لومړي وزیر رجب طیب اردوغان نه سربیره د وزیرانو، د پارلمان اوسنیو او پخوانیو وکیلانو، د ګوند غړیو، ښاروالانو او د ولایتي شورا ریسانو په ګډون ۴ زرو تنو ګډون کړی وو.
په غونډه کې د عدالت او پراختیا د ګوند د مشر او لومړي وزیر رجب طیب اردوغان د سیاسي حیات او ژوند په اړه جوړ شوی مستند فلم نندارې ته وړاندې شو.
لومړي وزیر اردوغان د غونډې ګډونوالو ته په وینا کې په پارلمان کې د عدالت او پراختیا واکمن ګوند د وکیلانو نه او ګوند ټولو مخورو کسانو نه چې دا يي د ولسمشر په توګه نوماند کړی دی مننه وکړه.لومړي وزیر اردوغان د خپلې سیاسي مبارزې نه د یادونې سره د اګست په لسمه د ولسمشرۍ د ټاکنو په اهمیت ټینګار وکړ.
لومړي وزیر اردوغان وویل په ترکیه کې دا لومړی ځل دی چې ولسمشر د خلکو لخوا ټاکل کیږي. اردوغان وویل زه پدې هیڅ نه پوهیږم چې ولې په ترکیه کې ولسمشرۍ یو سیاسي مقام ندی.
لومړي وزیر اردوغان وویل که چیرې د اګست په لسمه د ولسمشرۍ په ټاکنو کې بری ترلاسه کړي د ټولې ترکیې ولسمشر به شي نه یواځې د هغه خلکو چې ماته رای راکوي. هیڅوک باید پدې کې شک او شبهه ونلري.
اردوغان زیاته کړه چې زما یواځنۍ موخه د هیواد ۷۷ میلیونو تنو ته خدمت کول دي. زما هدف د هیواد اقتصادي وده، د ډیموکراسۍ پرمختګ، د اروپايي ټولنې پوره غړیتوب او د ورورولۍ فضا جوړول دي.
لومړي وزیر اردوغان وویل چې د هیواد لپاره د نوي اساسي قانون چارې به ددې د چارو په سر کې قرار ولري.
د ویلو ده چې د ولسمشرۍ لپاره د لومړي وزیر اردوغان د نوماندۍ اړوند راټول شوي لاسلیکونه نن د ملي شورا ریاست ته وسپارل شول.
د یادولو وړ ده چې په ترکیه کې د ولسمشرۍ لپاره د لومړي وزیر اردوغان په ګډون درې تنو ځانونه نوماند کړي دي.
د ترکیې د جمهوریت خلق او ملیت پالو غورځنګ ګوندونو د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو پخوانی عمومي سکرتر اکمل الدین احسان اوغلو خپل ګډ نوماند اعلان کړی دی .
همداشان د ترکیې د حق او ډیموکراسۍ ګوند بیا خپل معادل مشر صلاح الدین دیمیرتاش د ولسمشرۍ لپاره نوماند ټاکلی دی .
په ترکیه کې د اګست په لسمه نیټه د ولسمشرۍ ټاکنې کیږي. په ترکیه کې دا لومړی ځل دی چې ولسمشر د خپل لخوا ټاکل کیږي. ددینه وړاندې په ترکیه کې ولسمشر د ملي شورا لخوا ټاکل کیده .
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1718900863)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1718900863)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله