عبدالله ګل د تركيې د ولسمشرۍ ټاكنو ته كانديد نه دى.

ولسمشر عبدالله ګل په تركيه كې د ولسمشرۍ د راتلونكو ټاكنو په اړه خبريالانو ته وويل چې د ولسمشرۍ د راتلونكې دورې لپاره به نوماند نشي.

111642

په تركيه كې د ولسمشر ګل دنده د آګست د مياشتې په ۲۸تمه نېټه پاى ته رسيږي. ګل د لومړي وزارت د مقام په اړه وويل چې تر اوسه پورې پدې اړه تصميم ندى نيول شوى.
دا پداسې حال كې ده چې ولسمشر ګل پرون په استانبول كې د لومړي وزير رجب طيب اردوغان سره ليدنه وكړه.

پيوندونه:

اړوند خبرونه