په ترکیه کې د ولسمشرۍ ټاکنې رانږدې شوي دي
د هیواد د ټولټاکنو د شورا ریس سید ګون د هیواد بهر میشتو ترکانو ته بعضې توصیې وکړې. نوموړي وویل ټول هغه ترکان چې د هیواد نه بهر میشت دي د لومړي ځل لپاره د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره رایې کاروي.
په ترکیه کې د ولسمشرۍ ټاکنې رانږدې شوي دي .
د هیواد د ټولټاکنو د شورا ریس سید ګون د هیواد بهر میشتو ترکانو ته بعضې توصیې وکړې. نوموړي وویل ټول هغه ترکان چې د هیواد نه بهر میشت دي د لومړي ځل لپاره د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره رایې کاروي.
نوموړي وویل هغه کسان چې د هیواد نه بهر میشت دي په کومه ورځ چې د رای اچونې لپاره وخت واخلي او بیا په همدې ورځ رای ونکاروي بله ورځ بیا د رای کارونې حق نلري. څوک چې په کومه ورځ د رای اچونې لپاره وخت اخلي باید په همدې ورځ خامخا خپله رایه ورکاروي.
سید ګون وویل د هیواد نه بهر په ټولو هغه سیمو کې به د رای اچونې مرکزونه جوړ کړي چې لږ تر لږه ۵۰۰ تنه ترکان پکې ژوند وکړي. همداشان هغه کسان چې د رای اچونې لپاره وخت واخلي او بیا پدې نیټه ترکیې ته راشي په ګمرکاتو کې خپله رایه کارولی شي.
د ترکیې د ټولټاکنو د شورا ریس وویل چې د هیواد په سرحداتو کې په ګمرکاتو کې د ولسمشرۍ ټاکنو د رای اچونې بهیر د جولاي په ۲۶ پيل او د اګست تر ۱۰ نیټې به دوام وکړي. همداشان ټاکنې دویم پړاو ته د تلو په صورت کې به د اګست د ۱۷ او ۲۴ نیټو ترمنځه دا مرکزونه فعالیت وکړي.
نوموړي وویل ټول هغه ترکان چې د هیواد نه بهر ژوند کوي د خپلې رایې د کارونې په خاطر باید د رای اچونې په مرکز کې ځان ثبت او راجستر کړي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله