اردوغان د اروپا ته په درې ورځني سفر لاړ

د ترکیې لومړی وزیر رجب طیب اردوغان د اروپا په درې ورځني سفر پیل وکړ.

100236
اردوغان د اروپا ته په درې ورځني سفر لاړ

د ترکیې لومړی وزیر رجب طیب اردوغان د اروپا په درې ورځني سفر پیل وکړ.
لومړی وزیر رجب طیب اردوغان په اتریش او فرانسه کې د میشتو ترکانو سره لیدنې په موخه نن د اروپا په درې ورځني سفر پیل وکړ.
لومړی وزیر اردوغان لومړی د اتریش پلازمینه ویانا ته سفر ځي. لومړي وزیر اردوغان ویانا ته د سفر نه وړاندې د عراق د وروستیو پرمختګونو په اړه د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
لومړي وزیر اردوغان وویل چې د موصل په ښار کې د داعش لخوا د یرغمل شوو ترکانو د ژغورنې په خاطر په ډیره حساسه توګه هلې ځلې دوام لري.
لومړي وزیر اردوغان وویل چې د یادې شوې مسلې اړوند هر ډول فوري اقدام کیدای شي چې د نوموړو یرغملو کسانو ژوند ته ګواښ مخامخ کړي چې د همدې امله هر ګام په ډیر دقت سره پورته کوو.
لومړي وزیر اردوغان وویل چې په عراق کې نښتې په مذهبي نښتو بدلې شوي دي خو یو شی باید هیر نکړو چې یو مسلمانان بل مسلمانان د الله اکبر په ویلو سره وژلی نشي. ځکه چې پخپله الله تبارک و تعالی د بې ګناه انسانانو وژنه منع کړې ده .
لومړی وزیر اردوغان به په ویانا کې په اروپا کې د ترکي ډیموکراټانو د ټولنې د لسمې کلیزې په مراسمو کې ګډون وکړي او دلته به راټولو شوو ترکانو ته وینا وکړي.
لومړی وزیر اردوغان به وروسته د فرانسې پلازمینې پاریس ته تیر شي.
لومړی وزیر اردوغان به په فرانسه کې د خپلو لیدونو کتنو په چوکاټ کې د نوموړي هیواد د ولسمشر فرانسوا اولاندا سره هم لیدنه وکړي.
پدې لیدنه کې به د عراق ، سوریې ، ۱۹۱۵ کلونو د ارامنه د ادعاګانو سربیره د ترکیې او اروپايي ټولنې په اړیکو خبرې وکړي.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه