ترکیې په عراق کې په میشتو ټولو ترکانو هر څه ژر د نوموړي هیواد ن

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په عراق کې د روانې جګړې له امله یو ځل بیا په خپلو ټولو وګړو د نوموړي هیواد هر څه ژر د وتو غږ وکړ.

97873
ترکیې په عراق کې په میشتو ټولو ترکانو هر څه ژر  د نوموړي هیواد ن

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په عراق کې د روانې جګړې له امله یو ځل بیا په خپلو ټولو وګړو د نوموړي هیواد هر څه ژر د وتو غږ وکړ.
د هیواد د بهرنیو چارو وزارت په عراق کې وروستیو حالاتو ته په کتو سره هره ورځ په نوموړي هیواد کې په میشتو ترکانو د وتو غږ کوي.
بهرنیو چارو وزارت په ځانګړې توګه په بصرې، موصل، کرکوک، صلاح الدین، دیالا، انبار، بغداد او بصره کې په میشتو ترکانو هر څه ژر د وتو غږ کړی دی .
د یادولو وړ ده چې تیره ورځ د عراق د موصل په ښار کې د ترکیې د جنرال قونسل په ګډون د قونسلګرۍ ۴۹ تنه کارکوونکي د داعش د ډلې لخوا وتښول شول. د نوموړو کسانو د خوشې کولو په خاطر هلې ځلې دوام لري. همداشان په موصل کې په لسګونو تنه ترکي لاري چلوونکي هم د داعش لخوا برمته نیول شوي دي .


پيوندونه:

اړوند خبرونه