ترکیې په خپلو ځايی امکاناتو د اټاک په نامه جنګي چورلکه جوړه کړه
د ترکیې وسله وال ځواکونه د هرې ورځې په تیریدو سره خودکفا کیږي.
د ترکیې وسله وال ځواکونه د هرې ورځې په تیریدو سره خودکفا کیږي.
د ترکیې په ځایي امکاناتو جوړې شوي د اټاک په نامه تعرضي جنګي چورلکې تیره ورځ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د هیواد وسله والو ځواکونو ته وسپارل شوې. د ویلو ده چې دې چورلکو د ترکیې د وسله والو ځواکونو قوت او طاقت څو برابره لوړ کړ.
وسله والو ځواکونو ته د اټاک چورلکو د تسلمیدو په مراسمو کې د هیواد ولسمشر عبدالله ګل، د ملي شورا ریس جمیل چیچک، لومړي وزیر رجب طیب اردوغان او لوی درستیزوال ستر جنرال نجدت اوزل او یو شمیر قومندانانو ګډون کړی وو.
د ویلو ده چې د نوموړو چورلکو نه به د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې کار واخیستل شي. الوتکې په هر ډول حالاتو کې په شپه او ورځ کې د الوتنې ظرفیت لري.
ټي ۱۲۹ ډوله د اټاک په نامه دا چورلکې پرته د تیلو د اکمال نه ۵۱۹ کیلومتره د الوتنې قابلیت لري.
د ویلو ده چې دا چورلکې د ۵۰۰ توپ مرمیو، ۱۶ د لایز په وړانګو سمبال د توغندیو او ۸ اوږواټنه ضد د ټانک د توغندیو د انتقال ظرفیت لري.
چورلکې په پرمختللې تکنالوژۍ سمبال دي . همداشان د پیلوټانو د حرکت د قابلیت د کچې د لوړو په خاطر د هغوې په ځانګړو خولۍ ګانو کې هم د کنټرول سیستم ځای په ځای شوی دی .
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1718936263)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1718936263)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله