د ایران ولسمشر حسن روحاني د ولسمشر عبدالله ګل په رسمي بلنه ترک

ایران د ولسمشر حسن روحاني نه د چانکایا په مانۍ کې د ولسمشر عبدالله ګل لخوا هم د رسمي مراسمو په ترڅ کې هر کلی وویل شو. ولسمشر عبدالله ګل د میلمه ولسمشر سره دوه په دوه د لیدنې نه وروسته د هیتانو ترمنځه په غونډه کې ګډون وکړ.

88528
د ایران ولسمشر حسن روحاني د ولسمشر عبدالله ګل  په رسمي بلنه  ترک

د ایران ولسمشر حسن روحاني د ولسمشر عبدالله ګل  په رسمي بلنه  ترکیې ته راغی. 

د ایران د ولسمشر حسن روحاني ته  د انقرې په هوايي ډګر کې د هیواد پراختیا وزیر جودت یلمز لخوا هر کلی وویل شو. د ایران د ولسمشر حسن  روحاني  نه   د چانکایا په مانۍ کې د ولسمشر عبدالله ګل لخوا هم  د رسمي مراسمو په ترڅ کې هر کلی وویل شو. 

ولسمشر عبدالله ګل  د میلمه ولسمشر سره  دوه په دوه د لیدنې نه وروسته د هیتانو ترمنځه په غونډه کې ګډون وکړ.

د لیدنې نه وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځه د سیاسي ، اقتصادي او کولتوري همکاریو په برخه کې د همکاریو تړونونه  لاسلیک کړل. 

وروسته  دواړو ولسمشرانو په ګډې خبرې غونډه کې ګډون وکړ. ولسمشر عبدالله ګل په نوموړې خبري غونډه کې د روحاني د سفر نه د دواړو هیوادونو ترمنځه په اړیکو کې د یوې نوې پاڼې په توګه یادونه وکړه.

د ویلو ده چې د ترکیې او ایران مشرانو د ایران د اټومي انرژۍ په مسلې هم خبرې وکړې. ولسمشر ګل خبري غونډې ته وویل چې په سیمه کې د اټومي وسلې نه غواړو. موږ نه غواړو چې د سیمې کوم هیواد  اټومي وسلې ولري. د هر ډول ډله ييزو وژنو وسلو نه  پاکه  سیمه او منځ ختیځ غواړو او پدې اړه خپل دریځ ته دوام  ورکوو. همداشان   سوله ییزه اټومي انرژۍ  د هر هیواد مسلم حق  دی  او هیڅ هیواد باید  ددې حق نه  محروم  نه کړی شي.

همداشان د ایران ولسمشر حسن روحاني هم  ترکیې ته خپل سفر نه د دوړاو هیوادونو ترمنځه د اړیکو د لا ژوریدو او قوي کیدو په لاره کې د یو ښه ګام په توګه یادونه وکړه او وویل چې نن  سفر پرته  د شکه  چې د دواړو هیوادونو ترمنځه د اړیکو د پراختیا په برخه یو مهم ګام  دی. روحاني وویل چې د ترکیې د چارواکیو سره  يي د سوریې او مصر په مسلو هم خبرې وکړې. نوموړي  زیاته کړه چې زموږ  لپاره  تر ټولو مهم  د دواړو هیوادونو  استقرار او امنیت دی.  


پيوندونه:

اړوند خبرونه