د نړۍ تر ټولو دريم لوى هوايي ډګر په تركيه كې جوړيږي.

د تركيې لومړي وزير رجب طيب اردوغان په استانبول كې د نړۍ د تر ټولو دريم لوى هوايي ډګر د جوړولو د بنسټ ډبره كېښودله.

86737
د نړۍ تر ټولو دريم لوى هوايي ډګر په تركيه كې جوړيږي.

د نړۍ تر ټولو دريم لوى هوايي ډګر په تركيه كې جوړيږي.
د تركيې لومړي وزير رجب طيب اردوغان په استانبول كې د نړۍ د تر ټولو دريم لوى هوايي ډګر د جوړولو د بنسټ ډبره كېښودله.
اردوغان وويل چې دا هوايي ډګر چې د ۱۵۰ ميليونو مسافرينو د بدرګې وړتيا لري د نړۍ د تر ټولو لوى دريم هوايي ډګر عنوان لري.
اردوغان څرګنده كړه چې ``دا پروژه د تركيې د جمهوريت د ۹۱ كلن تاريخ په اوږدو كې تر ټولو مهمه پروژه بلل كيږي. پدې ډول موږ دلته يواځې هوايي ډګر نه بلكې د بري يوه څلى هم جوړوو.``
د هوايي ډګر لومړنۍ برخه به د ۲۰۱۷ كال د اكتوبر په ۲۹تمه نېټه ګټې اخيستلو ته پرانيستل شي.
دا نوى هوايي ډګر به په استانبول كې د اتاترك د هوايي ډګر نه ۷ ځله لوى وي. د ۱۵۰ ميليونو مسافرينو د بدرګې وړتيا به ولري، د ۵۰۰ الوتكو د پارك او ترافيك وړتيا به ولري. د نوي هوايي ډګر د ترمينلونو ترمېنځ تګ راتګ به د اورګاډو په واسطه تامين شي. همداراز به د ښار مركز ته د تګ راتګ په موخه ځمكې لاندې د مترو سيستم جوړ شي.
ټاكل شوې ده چې دا هوايي ډګر به په ۲۰۱۸ كال كې په فعاليت پيل وكړي. پدې ډول به په اروپا كې د لندن د هېدرا د هوايي ډګر چې د ۶۳ ميليونو مسافرينو او د فرانكفورت د هوايي ډګر چې د ۴۵ ميليونو مسافرينو ظرفيت لري تر ټولو لوى رقيب وي.
ددې هوايي ډګر د جوړولو په ترڅ كې به شاوخوا ۱۰۰ زره كسانو ته د كار زمينه برابره شي. د هوايي ډګر ټول لګښت ۲۶ ميليارده يورو دى چې د پينځو شركتونو لخوا په ګډه جوړيږي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه