د ترکیې په دوو ولایتونو ، ۷ ولسوالیو او ۵ علاقداریو کې نن یو ځل
روان کال د مارچ په ۳۰ نیټه د ترسره شوو ټاکنو نه وروسته د بعضو اعتراضونو نه وروسته په ۲ ولایتونو ، ۷ ولسوالیو او ۵ علاقداریو کې ټاکنې ابطال شوې.
د ترکیې په دوو ولایتونو ، ۷ ولسوالیو او ۵ علاقداریو کې نن یو ځل بیا ټاکنې کیږي. د یادولو وړ ده چې د روان کال د مارچ په ۳۰ نیټه د ترسره شوو ټاکنو نه وروسته د بعضو اعتراضونو نه وروسته په ۲ ولایتونو ، ۷ ولسوالیو او ۵ علاقداریو کې ټاکنې ابطال شوې.
په نوموړو سیمو کې نن یو ځل بیا له سره ټاکنې کیږي.
د ویلو ده چې د هیواد د اغره په ولایت کې د رای اچونې بهیر د سهار په ۷ بجو او په یلووا کې د سهار په اتو بجو پیل شو.
په اغره ولایت کې ۷۹ زره او ۴۹۸ تنه په ۳۱۰ صندقونو کې خپلې رایې کاروي او په یلووا کې به ۷۵ زره ۲۴۵ تنه په ۲۴۵ د رایو په صندوقونو کې خپلې رایې وکاروي.
د رای اچونې بهیر به د مازیګر په پنځو بجو پایته ورسیږي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله