د ماوي مرمرې د پیښې د شهیدانو څلورم تلین د زرګونو تنو په ګډون ول
د ماوي مرمرې په کښتې د اسراییلي ځواکونو لخوا د برید او په ترڅ کې د ۱۰ تنو د شهیدیدو څلورم تلین د ځانګړو مراسمو کې په ترڅ کې ولمانځل شو .
د ماوي مرمرې په کښتې د اسراییلي ځواکونو لخوا د برید او په ترڅ کې د ۱۰ تنو د شهیدیدو څلورم تلین د ځانګړو مراسمو کې په ترڅ کې ولمانځل شو .
د ویلو ده چې په پیښه کې د شهیدو شوو لسو تنو شهیدانو په ګډون په سلګونو تنو غزې ته د مرستو د وړولو په موخه د غزې په لورې حرکت وکړ چې په نړۍوالو اوبو کې د اسراییلي ځواکونو د برید سره مخامخ شول.
د ویلو ده چې په مرستو بار د ماوي مرمرې په کښتې کې د نړۍ د یو زیات شمیر هیوادونو نه په سلګونو تنو رضاګانو هم سفر کولو.
د ویلو ده چې پدې برید کې لس تنه رضاکاران شهیدان شول. همداشان تیره ورځ د نوموړو لسو تنو د یادښت په خاطر د ترکیې د انساني مرستو د ټولنې لخوا په استانبول کې د بیت المقدس او مسجد الاقصی په نامه مراسم جوړ شول.
پدې مراسمو کې د ترکیې د بیلابیلو ښارونو نه په زرګونو تنو ګډون کړی وو. مراسم د استانبول د سلطان احمد په میدان او په ماوي مرمرې کښتۍ کې جوړ شوي ول.
همداشان وروسته په مراسمو کې ګډون کوونکو لاریون وکړ. لاریون کوونکو د سرای بوسنیا په سیمه کې د ماوي مرمرې په کښتې کې سره راټول شول او ددې پیښې د شهیدانو روح ته يي دعا وکړه .
د ویلو ده چې په مراسمو کې د ماوي مرمرې د پیښې د قربانیانو د کورنیو سربیره د غزې د دعوا ملاتړ کوونکو ګډون کړی وو.
په مراسمو کې د قرانکریم ختمونه وشول او دعاګانې وشوې. دعا د کعبې شریفې د امام لخوا وشوه .
همداشان مراسم د سویلي افریقا د یو تن نامتو حافظ لخوا د قرانکریم په تلاوت پایته ورسیدل.
د یادولو وړ ده چې د ماوي مرمرې په مرستو بار کښتۍ کې ۳۴ بهرنیانو او ۵۰ تنو خبریالانو په ګډون ۵۶۰ تنو شتون درلود چې د اسراییلي ځواکونو د برید لاندې راغلل.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1718834949)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1718834949)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله