د ترکیې یوې محکمې د ۴ تنو اسراییلي قومندانانو د نیولو حکم وکړ

په ترکیه کې د جزا محکمې د ماوي مرمرې د پیښې اړوند د اسراییلو د لوی درستیزوال په ګډون د ۴ تنو لوړپوړو قومندانانو د نیولو حکم وکړ.

74880
د ترکیې یوې محکمې د ۴ تنو اسراییلي قومندانانو د نیولو حکم وکړ

په ترکیه کې د جزا محکمې د ماوي مرمرې د پیښې اړوند د اسراییلو د لوی درستیزوال په ګډون د ۴ تنو لوړپوړو قومندانانو د نیولو حکم وکړ.
د ماوي مرمرې په مرستو بار کښتۍ چې په غزې د اسراییلو لخوا د لګول شوې محاصرې د ماتولو په موخه د ۲۰۱۰ کال د مې په میاشت کې د غزې په لورې وغوځیده او په نړۍوالو اوبو کې د اسراییلي ځواکونو د برید لاندې راغله او په پیښه کې لس تنه رضاکارن شهیدان شول په اړه يي په ترکیه کې دعوا پرانیستل شوه چې محکمې تیره ورځ خپله وروستۍ پریکړه وکړه .
محکمې د اسراییلو د وخت د لوی درستیزوال په ګډون د ۴ تنو لوړپوړو قومندانانو په غیاب کې  چې په کښتې يي د برید امر کړی وو د نیولو حکم وکړ. همداشان محکمې د نوموړو ۴ تنو اسراییلي قومندانو  د نیولو په خاطر  د انټرپول نړۍوال پولیسو ته هم  حکم استولی دی.

د محکمې په جلسه کې د پیښې د قربانیانو د کورنیو او مدافع وکیلانو نه سربیره د ترکیې د انساني مرستو د ټولنې ریس بولنت یلدرم او خبریال حاقان البیرق چې د پیښې پر مهال په کښتۍ کې شتون درلود ګډون کړی وو.
د استانبول د جزا اوومۍ محکمې د پیښې د عیني شاهدانو د اوریدو نه وروسته وروستۍ پریکړه وکړه .
محکمې د اسراییلو د د وخت د لوی درستیزوال په ګډون د ۴ تنو قومندانانو د نیولو حکم وکړ.



پيوندونه:

اړوند خبرونه