د انرژۍ وزیر: د سوما د ډبرو سکرو د کان په پیښه ۳۰۰ تنه وژل شوي

د ترکیې د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر تانر یلدز وویل چې د سوما د ډبرو سکرو په کان کې جمعآ شاوخوا ۳۰۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی .

68676
د انرژۍ وزیر: د سوما د ډبرو سکرو د کان په پیښه ۳۰۰ تنه وژل شوي

د ترکیې د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر تانر یلدز وویل چې د سوما د ډبرو سکرو په کان کې جمعآ شاوخوا ۳۰۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی .
تانر یلدز نن یوې خبري غونډې ته وویل چې په لوی احتمال سره چې په کان کې دننه د ۱۶ نه تر ۱۸ تنو پورې پاتې وي او انشاالله چې دا کسان به هم هر څه ژر راوباسو.
د هیواد د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر تانر یلدز د سوما د ډبرو سکرو په کان کې د اورلګیدنې د پیښې په څلورمه ورځ یو ځل بیا په خبري غونډه کې ګډون وکړ او د پیښې د وروستیو حالاتو په اړه يي معلومات ورکړل.
وزیر یلدز وویل چې په کان کې اوس هم ځیني خنډونه شتون لري چې د تحکیماتو چارې پيل شوي دي . انشاالله چې د تحکیماتو د چارو د پایته رسیدو سره به سم پاتې کسان هم راوویستل شي.
نوموړي زیاته کړه چې دم ګړۍ د مړو شمیره ۲۸۴ تنه ده خو په لوی احتمال سره چې د ۱۶ نه تر ۱۸ تنو پورې نور هم دننه وي. کیدای شي چې د مړو شمیره د ۳۰۰ تنو ته واوړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه