په ترکیه کې د ډبرسکرو د کان په پیښه کې د مړو شمیره ۲۸۲ تنو ته لو
په ترکیه کې د ډبرو سکرو په کان کې د اورلګیدنې له امله د مړو شمیره ۲۸۲ تنو ته لوړه شوه .
په ترکیه کې د ډبرو سکرو په کان کې د اورلګیدنې له امله د مړو شمیره ۲۸۲ تنو ته لوړه شوه .
د ترکیې د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر تانر یلدز نن سهار وویل چې تر اتو بجو پورې د مړو شمیره ۲۸۲ تنو ته رسیدلې ده .
وزیر یلدز وویل چې په کان کې د پاتو کسانو د موندونو په موخه د پلټنې چارې دوام لري او دوو مهمو نقطو ته د رسیدو هڅه کوو. دم ګړۍ د ۵۰۰ کسیزې د ژغورنې ډلې د پاتو کارګرانو د موندولو په موخه پرته د ځنډه کار کوو.
وزیر زیاته کړه چې په کان کې د اورلګیدنې له امله د کاربن مونوکسید د ګازو د تخلیې په موخه يي د استانبول نه ډیر لوی لوی ماشینونه راوړي چې د تیرې شپې راهیسې په فعالیت پيل کړی دی .
همداشان د زهرجنو ګازو د تخلیې نه وروسته د ژغورنې او پلټنې چارې د کان د دخولي دروازې له لارې دوام لري.
د بله پلوه د ډبرو سکرو د کان په مښکې په پیښه کې د وژل شوو او لا درکه کارګرانو کورنیو انتظار دوام لري.
همداشان تر اوسه پورې د څه باندې دوو سوو تنو کارګرانو جنازې کورنیو ته يي سپارل شوي.
د ترکیې په اکثرو جوماتونو کې د سوما د سکرو په کان کې د وژل شوو کارګرانو په خاطر ختمونه وشول. د ترکیې د دیني چارو عمومي ریس د نوموړو کارګرانو لپاره دعا وکړه .
د هیواد د روغتیا وزارت بیا ویلي دي چې د نوموړې پیښې ۲۷ تنه ټپیان په روغتون کې د درملنې لاندې دي چې په لوی احتمال سره يي ډیری نن رخصت کړو.
د بله پلوه د سوما ولسوالۍ څارنوالۍ د نوموړې غمناکې پیښې په اړه څیړنې پیل کړي دي .
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1718924268)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1718924268)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله