په سوما كې د سكرو د كان ناورين تركيه د وير پر ټغر كېنوله.
ولسمشر عبدالله ګل د چين له هېواده خپله شپږ ورځنۍ رسمي ليدنه چې ټاكل شوې نه سبا ته پيل شي وځنډوله.
په سوما كې د سكرو د كان ناورين تركيه د وير پر ټغر كېنوله.
ولسمشر عبدالله ګل د چين له هېواده خپله شپږ ورځنۍ رسمي ليدنه چې ټاكل شوې نه سبا ته پيل شي وځنډوله.
ولسمشر ګل به سبا ته د پېښې سيمې ته لاړ شي.
لومړي وزير رجب طيب اردوغان د البانيا هېواد ته خپل رسمي سفير وځنډولو او د پېښې ځاى ته لاړ.
پدې اړه د لومړي وزارت د مقام د دفتر لخوا په ترسره شوو څرګندونو كې راغلي دي چې ``اردوغان د البانيا د هېواد د لومړي وزير ايدي راما سره د ټېلفون په كرښه د خبرو په ترڅ كې وويل چې د دواړو هېوادونو ترمېنځ د ستراتيژيكي همكاريو د عالي شورا د جوړولو د پروتوكول د لاسليك غونډه به په راتلونكې كې ترسره كړي.``
د البانيا لومړي وزير په سوما كې د سكرو د كان د ناورين له امله د خپل ولس په استازيتوب لومړي وزير اردوغان او تركي ملت ته د تسليت پيغام وړاندې كړ.
اردوغان همداراز د شنبې په ورځ د ملاتيا او استانبول غونډې هم وځنډولې. په پلازمېنه انقره كې سياسي چارواكو په رسمي غونډو كې د ګډون نه ډډه وكړه.
د خلكو د جمهوري ګوند مشر كمال كلچدار اوغلو د خپل ګوند د مركزي اجرايوي شورا غونډه چې ټاكل شوې وه نن ترسره شي وځنډوله.
په تركيه كې د مې د ۱۹مې نېټې مراسم چې په هېواد كې د سپورټ او ځوانانو د ورځې په توګه لمانځل كيږي هم وځنډول شول.
د تركيې د ملي شورا ريس جميل چيچك او د كورنۍ او ټولنيزو سياستونو د چارو وزيرې عايشه نور اسلام هم د كورنۍ د شورا په شپږمه سرمشريزه كې د ګډون نه ډډه وكړه.
په انقره كې د اسراييلو سفارت هم اعلان وكړ چې د خپل هېواد د ملي ورځې د لمانځلو مراسم چې ټاكل شوې وه نن ترسره شي وځنډول شول.
د بله پلوه په ټوله تركيه كې نن د ماسپښين د لمانځه نه وروسته په سوما كې د وژل شوو كارګرانو لپاره د دعا مراسم ترسره كيږي.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1718899453)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1718899453)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله