د تورکیې اقتصاد د کال په لومړۍ ربع کې ۵.۷ سلنه وده کړې ده.

د تورکیې احصایې ادارې  د روان کال د لومړۍ ربع (جنوري – مارچ مودې) لپاره د ناخالص کورني عواید ارقام  اعلان کړل.

2146938

په دې اساس، د ۲۰۲۴ کال په لومړۍ ربع کې د تیر کال د همدې ربعې په پرتله ناخالص کورني عواید  ۵ عشاریه ۷ سلنه زیات شوی دی.

د ۲۰۲۴ کال په لومړۍ ربع کې، د تیر کال په پرتله ساختماني سکتور ۱۱.۱ سلنه، د د معلوماتي ټکنالوژۍ او مخابراتو سکتور ۵.۵ سلنه، صنعت ۴.۹ سلنه، کرنې سکتور ۴.۶ سلنه، د املاکو سکتور ۲.۵ سلنه او مالي او  بیمې سکتور ۲ سلنه وده کړې ده .

پدې ډول د تورکیې اقتصاد د ۱۵ مې ربعې لپاره په پرله پسې ډول ودې ته دوام ورکوي.

اړوند خبرونه