په نړۍ کې د موټر جوړولو نامتو شرکت د ډیزلي موټرو تولید پایته ورسو.
د ډیزلي موټرو تولید په کلاره کلاره له منځه ځي.
734832
په نړۍ کې د موټر جوړولو نامتو شرکت د ډیزلي موټرو تولید پایته ورسو.
د ولوو د موټر جوړولو نړۍوال شرکت ویلي دي چې د هوا د ککړوالي د مخنیوي په خاطر به ددینه وروسته د ډیزلي ماشین موټر تولید نکړي.
د یاد شوي شرکت مشر حاکان سامو یلسون ویلي دي چې په نړۍ کې د هوا د ککړوالي په مخنیوي لا زیاتې پيسې په مصرف رسیږي چې د همدې امله يي پریکړه وکړه چې ددینه وروسته د ډیزلي ماشین موټرې تولید نکړي.
هغه ویلي دي چې په ۲۰۱۳ کال کې تولید کړو ډیزلي موټرانو د ماشینونو د لا پرمختګ او د هوا د ککړوالي په خاطر هلې ځلې کوو. ددینه وروسته به ډیزلي موټرې تولید نکړي.
د یادولو وړ ده چې ولوو موټر جوړولو نړۍوال شرکت په نړۍ کې لومړنی د موټر تر ټولو لوی تولیدونکی شرکت دی چې د ډیزلي موټرو تولید د پای ټکی ږدي.