د تورکیې نوي ماډل په وسلو سمبال بیرقدار ټي بي ۳ خپله ۱۱ مه امتحاني الوتنه بشپړه کړه.

د تورکیې نوي ماډل  په وسلو سمبال بیرقدار ټي بي ۳ په بریالیتوب سره خپله ۱۱ مه امتحاني الوتنه بشپړه کړه.

2074222
د تورکیې نوي ماډل په وسلو سمبال بیرقدار ټي بي ۳ خپله ۱۱ مه امتحاني الوتنه بشپړه کړه.

د تورکیې نوي ماډل  په وسلو سمبال بیرقدار ټي بي ۳ په بریالیتوب سره خپله ۱۱ مه امتحاني الوتنه بشپړه کړه.

د بایکار ټکنالوژۍ شرکت  د بورډ رئیس او د ټیکنالوژۍ مشر سلجوق بیرقدار د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې نوي ماډل  په وسلو سمبال بیرقدار ټي بي ۳ د خپلې  ۱۱ مې امتحاني الوتنه  په چوکاټ کې د ۶ ساعتونو لپاره په هوا کې پاتې شوه او په بریالیتوب سره یې خپله ۱۱مه امتحاني  الوتنه بشپړه کړه.

د ویلو ده چې په وسلو سمبال برقدار ټي بي ۳  به په نړۍ کې لومړنۍ په وسلو سمبال ډرون الوتکه وي چې د قاتیدونکي وزرو سره د دې وړتیا لري چې د لنډ واټن کښتیو لکه TCG انادولو کې نشست وکړي او ددې کښتۍ نه الوتنه وکړي.

سلجوق بیرقدار  اعلان وکړ چې دوی پلان لري په ۲۰۲۴ کال  کې د TCG انادولو کښتۍ کې د بیرقدار ټي بي ۳  ازموینې پیل کړي.

هغه وړتیاوې چې بیرقدار ټي بي ۳  به يي ولري دا به  د بې پیلوټه الوتکو لپاره یو مهم نوښت وي.

د هیواد دا ملي ډرون الوتکه  به د لید څخه بهر د اړیکو وړتیا هم ولري، او دا د ډیر لرې واټن څخه کنټرول کیدی شي. په دې توګه، دا به د څارنې او کشف، استخباراتو او د بهرنیو اهدافو په وړاندې د تعرضي ماموریتونو په برخه کې  د سمارټ مهماتو انتقال  سره د تورکیې توان او طاقت څو برابره ډیر کړي.



اړوند خبرونه