له وردګو تر تركيې : د بې ساري برياليتوب كيسه
دا د تركيې په علمي ډګر كې د احمد رشاد نوري په نامه د يو تن افغان محصل د بري او علمي لاسته راوړنو په زړه پورې كيسه ده.
د تركيې د چوكوروا د پوهنتون د ساختماني انجنيرۍ د پوهنځي د اسيستانت استاد احمد رشاد نوري وروستۍ دوه علمي مقالې د انجينيرۍ په دوو نړيوالو مجلو كې چاپ شوې.
نوري چې لا ۲۸ كلن ځوان دى پدې توانېدلى دى چې د ساختماني انجينيرۍ په څانګه كې يې خپله لسمه علمي مقاله چاپ كړي او ۵ نورې مقالې د نړيوالو مجلو تر ارزونې لاندې دي چې د اړوندې څېړنيزې پروسې وروسته به چاپ ته وسپارل شي.
احمد رشاد نوري په علمي ډګر كې د خپلو وروستيو لاسته راوړنو، راتلونكو پلانونو او كاري ساحې په اړه د تركيې غږ سره په مركه كې رڼا واچوله.
نوري په ۱۳۶۸م لمريز كال كې د وردګو د نرخ په ولسوالۍ كې زېږېدلى دى. په كابل كې له ښونځي تر فراغت وروسته يې د دولتي بورسيې په ترلاسه كولو سره د تركيې د چوكوروا د پوهنتون د انجينيرۍ پوهنځي ته بريالى شو. نوري د پوهنتون په لومړي كال كې د بې ساري برياليتوب وروسته د دويم پوهنځي د لوستلو حق هم ترلاسه كړي. پدې ډول يې په ۱۳۹۰م لمريز كال كې د ساختماني انجينيرۍ سربېره د همدې پوهنتون د چاپېريال ساتنې له پوهنځني هم د لېسانس ډيپلوم ترلاسه كړ. نوري ته د لېسانس له دورې د فراغت پر مهال د پوهنتون لخوا د `` عالي وياړ`` ستاينليك چې يواځې په ډېرو لوړو نمرو فارغو محصلينو ته وركول كيږي، وركړل شو.
احمد رشاد نوري په همدې كال په ياد پوهنتون كې د ماسټرۍ د زده كړو لپاره بورس ترلاسه كړ او د ماسټرۍ زده كړې يې پيل كړې. نوري د ماسټرۍ زده كړې هم په عالي درجه پاى ته ورسولې او ( د محوري ودانيو د ميخانيك) په ډګر كې يې خپل تېزس وليكلو. سربېره پر دې يې په تركيه كې په يو شمېر مهمو ساختماني پروژو كې د مشاور انجينير په توګه عملي دنده هم اجرا كړه.
د دوكتورا او استادۍ بهير
احمد رشاد نوري پدې وتوانېد چې په ۱۳۹۳م كال كې د دوكتورا د زده كړو لپاره د تركيې د علمي او ټيكنالوژيكي څېړنو د ادارې لخوا `` له ساينس د ملاتړ`` مهمه بورسيه ترلاسه كړي. كيداى شي نوري د هغو ګوتو په شمېر بهرنيو زده كونكو نه وي چې ددې بورسيې په ترلاسه كولو بريالى شوى دى. نوري چې اوسمهال د دوكتورا زده كړې پاى ته رسولي دي او د خپلې رسالې په ليكلو بوخت دى، په عين حال كې د چوكوروا د پوهنتون د انجينيرۍ په پوهنځني كې د اسيستانت استاد په توګه دنده اجرا كوي.
د احمد رشاد نوري د دوكتورا د رسالې موضوع هم په زړه پورې ده. نوري د اټومي مركزونو، كيمياوي بټيو، د حرارتي برېښنا د فابريكو او د هوايي او فضايي جوړښتنو د بنسټيز ډيناميك د تحليل په اړه د خپلې دوكتورا رساله ليكي. سربېره پر دې د نوري دا څېړنه په عين حال كې د ياد پوهنتون د ساينسي څېړنو د پروژو په چوكاټ كې شامله ده چې له مخې به يې په راتلونكې كې د ورته ودانيو د جوړولو په موخه ترې عملي ګټه پورته شي.
د نوري د دوكتورا رساله په نړۍ كې هغو علمي مركزونو او ساختماني شركتونو ته چې د اټومي او كېمياوي بټيو، د حرارتي برېښنا د فابريكو او د هوايي او فضايي چارو اړوند ودانيو د جوړولو په ډګر كې فعاليت كوي، تيوريكه او بنسټيزه محتوا وړاندې كوي.
په نړيوالو علمي مجلو او كنفرانسونو كې د احمد رشاد نوري چاپ شوې مقالې :
مينه وال كولاى شي چې له دې لارې د نوموړي مقالې ښكته كړي.
۲- د میخانیکي علومو په اروپايي ژورنال کې مقاله. ۲۰۱۸
۳- د مدیترانې د انجينیرۍ او ساینس په دویم نړیوال کنفرانس کې د کنفرانس په کتاب کې چاپ شوې مقاله. ۲۰۱۷
۴- د میخانیکيعلومو شلم ملي کانګرس کې دوه مقالې د کنفرانس په کتاب کی چاپ شوه. ۲۰۱۷
۶- د انجينیرۍ په ډګر كېد پرمختګ او نوښتونو نړیوال کنفرانس کې یوه مقاله د کنفرانس په کتاب کی چاپ شوه.
۷- دچوکوروا د پوهنتون د انجنیرۍ د پوهنځي په ژورنال یوه مقاله - ۲۰۱۷
۸- د میخانیکي علومو په اروپايي ژورنال کې یوه مقاله - ۲۰۱۷
۹ـ د مدیترانی د انجينیرۍ او ساینس د لومړي نړيوال كنفرانس په كتاب كې ۲۰۱۶ یوه مقاله - ۲۰۱۷
۱۰- د چکوورواد پوهنتون د طبیعي علومو او ساینس د انسټیټوټ په علمي مجله كې يوه مقاله - ۲۰۱۵
د احمد رشاد نوري ۵ نوې علمي څیړنې د نړی په معتبرو علمي مجلو كې د چاپ په موخه د اړوندو مجلو د علمي پلاوي لخوا تر ارزونې لاندې دي.