په هرات کې په جومات وسله وال برید شوی
د افغانستان په هرات ولایت کې په یوه جومات کې پر لمونځ کوونکو د وسله والو برید په نتیجه کې ۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
2133873
د افغانستان په هرات ولایت کې په یوه جومات کې پر لمونځ کوونکو د وسله والو برید په نتیجه کې ۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د طالبانو د ادارې د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالغني متین په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې تیره شپه په سیمه ایز وخت شاوخوا ۹ بجې د هرات ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې یوه بریدګر د کلاشینکوف په وسیله پر جومات ډزې کړې چې له امله یې ۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
متين يادونه وکړه، چې د پیښې په اړه به جزئيات وروسته په ډاګه کړي.
طلوع نیوز چینل اعلان کړی چې برید د شیعه ګانو پر جومات شوی دی چې له امله يي د جومات د امام په ګډون ۷ تنه وژل شوي دي.
تر اوسه چا د برید پړه چا په غاړه نه ده اخیستې.
په افغانستان کې داعش ترهګره ډله کله ناکله پر شیعه هزاره ګانو بریدونه کوي.