د فېسبوك تر ټولو لوى رقيب

د ټولنيزې مېډيا په ډګر كې د `` Wechat`` په نامه سايټ د لومړي ځل لپاره د نړۍ د تر ټولو مشهور سايټ فېسبوك شاته  پرېښود.

852053
د فېسبوك تر ټولو لوى رقيب

 

 

د ټولنيزې مېډيا دا سايټ چې د چين د هېواد پورې اړه لري، د چين سربېره په آسيايي هېوادونو كې پراخه كاروونكي لري. پدې ډول د `` Wechat`` سايټ او د پيغامونو د استولو پروګرام د لومړي ځل لپاره د فېسبوك نه مخكې شو. د هانكانګ د اسهامو په بازار كې ددې سايټ برخه ۵۲۳ ميلياردو ډالرو ته رسېدلې ده چې تر ارزښت يې تر فېسبوك مخكې شوى دىز

دا سايټ په حقيقت كې د ټېنسېنټ هولډېنګ په نامه د ټېكنالوژۍ په برخه كې د چينايي شركت پورې اړه لره. د ټېنسېنټ هولډېنګ شركت په ۱۹۹۸م كال كې تاسيس شوى دى چې اوسمهال د چين تر ټولو لوى او د نړۍ تر تر ټولو لويو شركتونو په كتار كې ۵م ځاى لري. په نړۍ كې  اېپل، الفابېټ، مايكروسافټ او امازونو تر شركتونو وروسته `` Wechat`` د فېسبوك نه په مخكې كېدلو سره ۵ مقام خپل كړ.

دا سايټ په چين كې په مياشت كې ۹۸۰ ميليونه فعال كاروونكي لري چې هره ورځ ترې ۳۸ ميليارده پيغامونه يو د كاروونكو ترمېنځ شريكېږي.



اړوند خبرونه