فېسبوك د `لايك` بټن لرې كوي!
د ټولنيزې مېډيا په ډګر كې د نړۍ تر ټولو مخكښه پاڼه فېسبوك په پام كې لري په ۲۰۱۸م كال كې له خپلې پاڼې د خوښولو يا ` لايك` مشهوره اسانتيا لرې كړي.
847581
د ټولنيزې مېډيا په ډګر كې د نړۍ تر ټولو مخكښه پاڼه فېسبوك په پام كې لري په ۲۰۱۸م كال كې له خپلې پاڼې د خوښولو يا ` لايك` مشهوره اسانتيا لرې كړي.
كه څه هم فېسبوك له پخوا راهيسې د نه خوښولو يا ` ډېسلايك` د بټن د اضافه كولو په اړه بحثونه وكړل خو په ټولنيزه مېډيا كې د خلكو ترمېنځ د ښكاره احتمالي نفاق د رامنځته كېدلو له وېرې يې دا كار ونكړ.
اوس په پام كې لري چې د ۲۰۱۸م كال د فبروۍ د مياشتې په ۶مه نېټه د ` لايك` بټن لرې كړي.
تمه كيږي چې پدې نېټه به په فېسبوك كې نور بدلونونه هم راشي.