د چين لومړنۍ مسافر وړونكې الوتكه
چين د لومړي ځل لپاره د يوې نوې جوړې كړې مسافر وړونكې الوتكې په آزمايښتي الوتنو پيل وكړ.
845242
د چين د دولتي ټلوېزيون د خبر له مخې د چين لومړنۍ مسافر وړونكې الوتكې سي ۹۱۹ د لومړي ځل لپاره د يوې آزمايښتې الوتنې په پايله كې د شانګهاى له ښاره ددې هېواد د شانشي ښار ته د ۱۳۰۰ كيلومترو واټن په برياليتوب سره پاى ته ورسولو.
دا الوتكه به د نړۍ د نامتو كمپنيو بوينګ او ايربس د مسافر وړونكو الوتكو سره د رقابت لپاره ميدان ته راشي.
دا الوتكه چې د ۱۵۸ تنو مسافرو و انتقال وړتيا لري كولاى شي چې د ۴ زره ۷۵ كيلومترو پورې واټن ووهي. ددې الوتكې لومړنى توليد په ۲۰۱۵م كال كې پيل شو چې بيا وروسته يې په آزمايښتي الوتنو پيل وكړ.
تمه كيږي چې د مسافر وړونكو الوتكو د جوړولو په سكتور كې چين هم د نورو بازارونو سره رقابت وكړي.