چین د لومړي ځل لپاره جوړه کړې د برښنايي الوتکې لا پرمختللې تولید کړه.
چین لا پرمختللې برښنايي الوتکه جوړه کړه
چین د لومړي ځل لپاره جوړه کړې د برښنايي الوتکې لا پرمختللې تولید کړه.
د چین لومړنۍ برښنايي الوتکه د ۴۵ دقیقو د سفر په ظرفیت جوړه شوې وه چې دا پرمختللې بیا په یو ځل ۲ ساعته د الوتنې توان لري.
د چین د نړۍوالې راډیو د خبر له مخې دا دوه کسیزه الوتکه چې د شینیانګ د هوايي پوهنتون لخوا طرحه او ډیزاین شوې ده د لیونینګ د ایالت مرکز شینیانګ د هوايي ډګر نه امتحاني الوتنه وکړه.
د لیونینګ د هوايي اکاډمۍ مرستیال خبري رسنیو ته وویل چې ددې الوتکې مدرنیدل به د امریکا او اروپا بازارونو ته د ننوتو په خاطر زمینه برابره کړي.
هغه وویل چې دا الوتکه ډیره پرمختللې او قوي جوړه شوې ده .
هغه وویل چې دا الوتکه په ډیره باامنه توګه د پيلوټ او که پیلوټ نوي د پراشوټ په واسطه د راښکته کولو په پرمختللي سیستم سمبال ده .
هغه زیاته کړه چې دا الوتکه په ساعت کې د ۱۶۰ کیلومترو واټن په ظرفیت جوړه شوې ده .
ددې الوتکې نه کیدای شي چې د پيلوټۍ د زده کړو، د مساپرو د وړو راوړو، ګرځندوی او عکسونو اخیستو په برخه کې کا واخیستل شي.
د ویلو ده چې ددې الوتکې زوړ ورژن تیر کال په تولیداتو پیل وکړ.