جاپانيانو په سپوږمۍ كې سمڅه موندلې!
د جاپان د فضايي چارو څېړنيزې ادارې د سپوږمۍ پر سطحه داسې سمڅه كشف كړې ده چې ۵۰ كيلومتره اوږدوالى لري.
829834
ددې ادارې لخوا په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي دي چې د جاپان اړوند فضايي سپوږمكۍ چې كاګويا نوميږي داسې معلومات موندلي چې ګوندې د سپوږمكۍ د ماريوس په برخه كې سمڅه موندل شوې ده.
پوهان وايي چې دا سمڅه كېداى شي چې شاوخوا ۳،۵ ميليارده كلونه وړاندې د ولكانيكي تعاملاتو په پايله كې رامنځته شوې وي.
دا كشف ځكه مهم دى چې په راتلونكې كې پوهان كولاى شي چې د سپوږمۍ په سطحه كې د ساحوي تحقيقاتو پر مهال پدې سمڅه كې يوه هډه جوړه كړي.
دا سمڅه به سپوږمۍ ته تللي فضانوردان د لمر د هغو مضرو وړانكو وساتي چې د انسان بدن ته زيان رسوي.