د نړۍ د تر ټولو پرمختللې جنګي الوتكې د ټېكنالوژۍ غلا!
د اېف – ۳۵ ډوله جنګي جټ الوتكې چې د نړۍ د تر ټولو پرمختللې الوتكې عنوان هم لري، ټيكنالوژيكي معلومات د يو سايبري بريد په پايله كې غلا شوي دي.
828209
د اېف – ۳۵ ډوله جنګي جټ الوتكې چې د نړۍ د تر ټولو پرمختللې الوتكې عنوان هم لري، ټيكنالوژيكي معلومات د يو سايبري بريد په پايله كې غلا شوي دي.
په آستراليا كې د الوتكو د ټيكنالوژۍ يوه كمپنۍ چې د اېف – ۳۵ ډوله الوتكې د جوړولو په چارو كې يې برخه درلودله، د هكرانو ښكار شوې ده. د معلوماتو له مخې ددې كمپنۍ كمپيوټري سيستم د ۲۰۱۶م كال د نوامبر په مياشت كې هك شوى دى چې په پايله كې ددې الوتكې اړوند حساس معلومات هم غلا شوي دي.
د بله پلوه داسې ادعاګانې هم شته دى چې دا سايبري بريد د چين له خاورې شوى دى.
د آستراليا او امريكا نظامي چارواكو دا بريد تاييد كړى دى خو د دوى په وينا حساس معلومات يې نه دي غلا كړي.