د ايران تاريخي برياليتوب
ايران په خپل تاريخ كې د لومړي ځل لپاره فضا ته سپوږمكۍ ولېږله.
779043
د ايراني د دولتي ټلوېزيون د خبر له مخې ددې هېواد د هوايي – فضايي چارو ادارې د لومړي ځل لپاره د سيمرغ په نامه فضايي توغندى فضا ته ولېږلو.
د اسوشېټد پرس خبري آژانس هم دا خبر تاييد كړى دى.
كه څه هم تر اوسه پورې په دې اړه كره معلومات نشته دى خو ويل كيږي چې سيمرغ په د بحر له سطحې د ۵۰۰ كيلومتره په لوړوالي سره د ځمكې په مدار كې سپوږمكۍ ځاى پر ځاى كړي.
دا سپوږمكۍ چې ۲۵۰ كيلوګرامه وزن لري د معلوماتي او استخباراتي چارو په ډګر كې به ترې ګټه پورته شي.
پدې اړه نور جزييات به وروسته خپاره شي