دا مبايل يو ځل بيا توليد شو!

د نوكيا ۳۳۱۰ ماډل د كرځنده ټېلفون ګوشي چې په ټوله نړۍ كې بې ساري مينه وال لري، په نوې بڼه يو ځل پيا توليد شو.

681145
دا مبايل يو ځل بيا توليد شو!

 

دا مبايل چې چارچ يې تر يوې مياشتې پورې دوام كوي د نوكيا د شركت لخوا بازار ته وړاندې شوى دى.

د نوكيا ۳۳۱۰ ماډل چې د چارچ او كلك ډيزاين سره په ټوله نړۍ كې ۱۲۶ ميليونه دانې پلورل شوى وو، په نوې بڼې سره توليد او بازار ته وړاندې شوى دى.

نوى مبايل د پخواني په پرتله لږ كوچنى، نرۍ او سپك دى. دا مبايل چې چارچ يې تر ۳۰ ورځو پورې دوام كوي، انټرنټ سره هم نښلول كېداى شي. مبايل همداراز ۲،۴ ميګا پېكسله كمره او د خارجي حافظې ځاى هم لري. په مبايل كې د نوكيا د مار مشهور ګېم هم شته دى.

د نوكيا د كمپنۍ مشر وويل چې كه چېرې مبايل پوره جارچ شي نو تر ۲۲ ساعتونو پرله پسې خبرو هومره به دوام وكړي. تمه كيږي چې په ټوله نړۍ كې  جون په مياشت كې بازار ته وړاندې شي. ددې مبايل بيه هم يواځې ۵۲ ډالره ده.


پيوندونه: #نوكيا , #مبايل , #بازار

اړوند خبرونه