آيا د مړ شوي انسان بېرته ژوندى كېدل امكان لري؟

په انګلستان كې يو ۱۴كلنې نجلۍ محكمې ته مراجعه كړې وه چې له مرګه وروسته يې جسد د ځانګړو شرايطو لاندې كنګل شي تر څو په راتلونكو سلو كلونو كې د طب د پرمختګ په پايله كې بېرته را ژوندۍ شي.

613560
آيا د مړ شوي انسان بېرته ژوندى كېدل امكان لري؟

 

په انګلستان كې يو ۱۴كلنې نجلۍ محكمې ته مراجعه كړې وه چې له مرګه وروسته يې جسد د ځانګړو شرايطو لاندې كنګل شي تر څو په راتلونكو سلو كلونو كې د طب د پرمختګ په پايله كې بېرته را ژوندۍ شي.

جالبه لا دا ده چې په لندن كې يوې محكمې ددې نجلۍ غوښتنليك منلى وو او زياته كړې يې وه چې ددې نجلۍ د جسد په كنګلولو او په راتلونكې كې د بېرته را ژوندي كولو په برخه كې كوم مانع نشته دى.

د بي بي سي د خبر پر اساس دا نجلۍ چې په سرطاني ناروغۍ اخته وه، غوښتل يې  چې په راتلونكو پېړيو كې د بېرته ژوندي كېدلو په موخه يې د علمي اساساتو په نظر كې نيولو سره جسد كنګل شي.

ددې نجلۍ مور او پلار سره جلا شوي دي. دا په داسې حال كې ده چې د نجلۍ مور د خپلې لور ددې پرېكړې ملاتړ كولو خو پلار يې بيا محكمې ته مراجعه كړې وه چې د لور غوښتنه يې پوره نه شي.

د محكمې قاضيانو د ناروغۍ نجلۍ تر مړينې پورې د نهايي پرېكړې د كولو نه ډډه كړې وه. علت يې هم د ناروغې نجلۍ د روحي حالت ساتنه وه.

 

د محكمې د راپور له مخې دې ناروغې نجلۍ اړوند قاضي ته په يو ليك كې ليكلي دي چې `` ولې غواړم چې د يوې غير عادي پرېكړې غوښتنه وكړم؟ زه لا ۱۴ كلنه يم او نه غواړم چې مړه شم خو فكر كوم چې ژر تر ژره به مړه شم. د خپل جسد د كنګل كېدو سره به دا امېد وي چې په راتلونكې يا راتلونكو سلو كلونو كې طب دومره پرمختګ وكړي چې زما جسد بېرته ژوندى كړي. زه به بېرته ژوند وكړم.``

دا دى اوس ۱۴ كلنه ناروغه مړه شوې او د محكمې د مثبتې پرېكړې پر اساس يې بدن د كنګلېدلو لپاره امريكا ته لېږدول شوى دى.

په امريكا كې يو شركت د ۴۰ زره ډالرو په بدل كې ددې نجلۍ د جسد د ساتنې دنده پر غاړه اخيستې ده.

كه څه هم په ځينو برخو كې د كنګل كولو طريقه ګټوره ده خو دا لا معلومه نه ده چې په راتلونكې كې به طب ددې جوګه شي چې د انسان مړى بېرته ژوندى كړي او كه نه؟

اوسمهال د نارينه `سپرم` او د ښځو `` هګۍ` په راتلونكې كې د كارولو لپاره كنګل كيږي.

د محكمې د پرېكړې له مخې يواځې مور يې صلاحيت لري چې د جسد د ساتنې يا خښولو په اړه پرېكړه وكړي. دا لا معلومه نه ده چې د مور د مړينې وروسته به دا دنده څوك پر غاړه واخلي.


پيوندونه: #لندن , #جسد , #انګلستان

اړوند خبرونه