فېسبوك ولې يواځې د پاريس په بريد خواشينى دى؟

د فرانسې په پلازمېنه پاريس كې د داعش د ترهګرو لخوا د خونړيو بريدونو لږ وروسته د ټولنيزې مېډيا تر ټولو مهمې پاڼې فېسبوك، ددې پېښې د قربانيانو سره د خواخوږئ په پار خپلو كاروونكو ته ددې امكانات برابر كړل چې د فرانسې بيرغ د خپل پروفايل پر انځور ولګوي.

417620
فېسبوك ولې يواځې د پاريس په بريد خواشينى دى؟

. ددې ترڅنګ د `` Safety Check`` په نامه هغه اسانتيا چې د پېښې پر مهال په سيمه كې د خلكو حفاظت نه اطمنان وركوي. د پېښې په سيمه كې خلك كولاى چې په اسانۍ سره د خپلې روغتيا په اړه نورو ته اطمنان وركړي.
كه څه هم يو زيات شمېر كاروونكو د فېسبوك دا اقدام پر ځاى وبللو خو د هغو كسانو شمېره هم لږه نه ده چې مارك زاكربېرګ په دوه مخۍ تورنوي. په ځانګړي توګه د افغانستان، پاكستان او د منځني ختيځ د مسلمان مېشتو هېوادونو هېوادوالو د زرګونو پيغامونو سره د فېسبوك له ادارې دا پوښتنه وكړه چې ولې د `` Safety Check`` اسانتيا د دوى په هېوادونو كې فعاله نشوه او فېسبوك ولې د دوى په غم كې ځان شريك نه بولي او د خواخوږئ په موخه كاروونكو ته يې د هېوادونو د بيرغونو د لګولو امكان نه وركوي؟
د زرګونو شكايتونو نه وروسته د فېسبوك موسس او مشر مارك زاكربېرګ د يو لنډ پيغام په ترڅ كې د خلكو نيوكې پر ځاى وبللې او زياته يې كړه چې د لومړي ځل لپاره يې د پاريس د بريدونو پر مهال د ورته اقدام آزميښتي بڼه پر ليكه كړې ده.
نوموړي په پخپل پيغام كې ليكلي دي چې ``موږ د ټولو انسانانو ژوند ته په مساويانه توګه پاملرنه كوو. موږ به ډېر كوښښ وكړو چې د هغو كسانو سره مرسته وكړو چې د ورته ناخوالو له امله ځوريږي.``
دا په داسې حال كې ده چې د فېسبوك د كمپنۍ يو تن مرستيال الېكس شولتز د يو پيغام په ترڅ كې له ځانه د دفاع په پار وليكل چې ( له بده مرغه په هغو سيمو كې چې د انسانانو ژوند د جګړو، تاوتريخوالي او ساري ناروغيو له امله په متواتر ډول د خطرسره مخامخ وي، د `` Safety Check`` اسانتيا ګټوره نه ده. ځكه چې د ورته پېښو د پيل او پاى دقيقه نېټه موږ نشو تثبيتولى. همداراز په دې هم نه پوهيږو چې په ريښتيا هم څوك چېرې په امن كې دى؟


موږ ځكه د پاريس د بريدونو پرمهال د `` Safety Check`` اسانتيا پر ليكه كړه چې د پېښې پر مهال يو زيات شمېر كسانو فېسبوك كارولو. په سيمه كې زموږ د همكارانو په مشوره مو د لومړي ځل لپاره داسې اقدام وكړ. د يو نوي شي د رامنځته كولو لپاره بايد لومړى په يوې سيمه كې و آزمايل شي. زموږ لپاره دا سيمه پاريس وو.)
كه څه هم پورتنۍ څرګندونې د فېسبوك د كاروونكو لخوا قانع كوونكې ونه وبلل شوې خو داسې ښكاري چې د `` Safety Check`` اسانتيا او د بيرغ د رنګونو د امكاناتو پر چارو اوس هم كار روان دى. كيداى شي په راتلونكو پېښو كې په نوره نړۍ كې هم ترې ګټه پورته شي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه