د يوې سترګې لرونكي ماشوم تولد

په مصر كې په يو روغتون كې داسې يو ماشوم زېږېدلى دى يواځې سترګې لري. په عربي نړۍ كې د ټولنيزې ميډيا لخوا هغه انځور چې پكې د يوې سترګې لرونكى ماشوم ليدل كيږي د زرګونو كسانو لخوا شريك شوى دى.

402709
د يوې سترګې لرونكي ماشوم تولد

پوهان وايي چې دا د سايكولوپيا په نامه د انسان د بدن د غير طبعي نمو په پايله كې رامنځته كيږي. ددې اصلي لامل د مېندوارۍ پر مهال د الكترو مقناطيسي وړانګو نه د مور اغېزمنېدل دي.
كه څه هم ماشوم ژوندى دى خو اوسمهال په روغتون كې تر څارنې لاندې دي. داسې اټكل كيږي چې په نږدې راتلونكې كې به ژوند له لاسه وركړي.
ماشوم همداراز پزه هم نه لري. ددې امله د تنفس په برخه كې ستونزه لري.
د بله پلوه د سعودي عربستان يوې ورځپاڼې ليكلي دي چې ددې ماشوم سو شكل په اصل كې د هغو درملو ناوړه اغېزې دي چې مور يې د مېندوارۍ پر مهال خوړلي دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه