د نوبل ګټونكى تركي ساينسپوه

د سږني كال د نوبل د كيميا جايزه تركي ساينسپوه عزيز سنجر ته وركړل شوه.

351001
د نوبل ګټونكى تركي ساينسپوه


د ناروې د نوبل د جايزې كمېټې د ۲۰۱۵م كال د نوبل د كيميا جايزه د يو تن تركي ساينسپوه په ګډون درې تنو ساينسپوهانو ته وركړل شوه. پروفيسور دوكتور عزيز سنجر ته د `` DNA د ترميم`` په برخه كې د علمي مقالو او لاسته راوړنو له امله دا جايزه وركړل شوې ده. سنجر به د نوبل جايزه د سوېډني ساينسپوه توماس لېنډال او امريكايي ساينسپوه پاوول مالدريچ سره شريكه كړي.


عزيز سنجر په ۱۹۴۶م كال كې په تركيه كې زېږېدلى دى.د استانبول په پوهنتون كې د طب د پوهنځي د پاى ته رسولو نه وروسته د څېړنو لپاره امريكا ته لاړ. سنجر يواځنى تركي هېوادوال دى چې د امريكا د علومو د اكاډيمۍ غړيتوب لري.
تركي ساينسپوه اوسمهال د امريكا د شمالي كارولاينا د پوهنتون د بيو كيميا او بيو فزيك په برخو كې څېړنې لري. تر ۳۰۰ زياتې علمي مقالې لري چې تر اوسه پورې تر ۱۲ زره زياتو علمي مقالو كې ترې د ماخذ په توګه ګټه پورته شوې ده.


پيوندونه:

اړوند خبرونه