د اوبو پر وړاندې د ایفون د مقامت په خاطر ځانګړی پوښ جوړ شو

د موفیا په نامه یوې کمپنۍ د ایفون ۶ ټیلیفون لپاره د اوبو پر وړاندې د مقامت په خاطر ځانګړی پوښ جوړ کړ

265553
د اوبو پر وړاندې د ایفون د مقامت په خاطر ځانګړی پوښ جوړ شو

د اوبو پر وړاندې د ایفون ټیلیفون د مقامت په خاطر ځانګړی پوښ جوړ شو. د موفیا په نامه شرکت چې ددینه وړاندې د ایفون ټیلیفون حافظه تر ۱۲۸ جي بي د لوړولو او په چارچ کې هم مرسته کوونکی پوښ جوړ کړی وو دا ځل يي د اوبو پر وړاندې مقامت کوونکی پوښ جوړ کړ.
دا پوښ په ځانګړې توګه د ایفون ۶ لپاره جوړ شوی دی . یاد شوي شرکت دا پوښ د H2PRO په نامه جوړ کړی دی .
دا پوښ ایفون ټیلیفون د اوبو د هر ډول زیان نه ژغوري. د نوموړي پوښ سره که چیرې ایفون په اوبو کې وغورځیږي تر ۳۰ دقیقو پورې ټیلیفون په نورمال ډول روښانه پاتې کیږي او کار کوي.
دا پوښ د غورځیدو پر مهال هم ټیلیفون د هر ډول زیان نه ژغوري. دا پوښ د ایفون ټچ سیستم نه هم ساتنه کوي.
دا پوښ چې د تور نرم نه پلاستیک نه جوړ شوی دی ټیلیفون سره د چارچ په برخه کې هم مرسته کوي. تمه کیږي چې یاد شوی د ټیلیفون پوښ د روانې میاشتې تر وروستیو بازار ته وړاندې شي. د نوموړي پوښ بیه ۱۳۰ امریکايي ډالره ټاکل شوې ده .


پيوندونه:

اړوند خبرونه