د هک نه د ځان د ساتنې په خاطر ساده او اسانه لارې
ایا تاسې پوهیږئ چې څه ډول ځان د هکرانو د شر نه وژغورئ؟ د هک نه د ځان د ژغورنې په خاطر ساده او اسانه لارښونې
ایا تاسې پوهیږئ چې د هکرانو د شر نه ځان څرنګ وژغورئ؟ د هکرانو نه د شر نه د ژغورنئ په خاطر ډیرې ساده او اسانه لارې شتون لري.
د تخنیکي پلوه هر هغه شی چی د انټرنټ سره وصلیږي هغه د هک د خطر سره مخامخ دی خو ډیرې اسانه او ساده لارې او چارې شتون لري چې د هکرانو شر نه ځان وژغور.
لاندینئ ساده لارښونې تعقیب کړئ د هکرانو د شر او خطراتو نه ځان په امان کې وساتئ.
۱ - د برښنالیکونو په برخه کې تل د ډیر تمکین او دقت نه کار اخلئ. په هر برښنالیک باور مکوئ.برښنا لیک د سایبر بریدونو او هکولو په خاطر تر ټولو ساده او اسانه لاره ده . د برښنالیکونو له لارې تاسې کولای شئ چې هر چا ته هر څه چې وغواړئ واستوئ.د همدې کبله برښنالیکونه ډیر خطرناک هم کیدای شي. هکران او یا انټرنټي غله تاسې د برښنالیکونو له لارې خپلو سایټونو ته بلنه ورکوي او وروسته ستاسې ټول راضونه ، پټ معلومات خپلوي.برښنالیکونه د پوره دقت او ځیر نه وروسته خلاصوئ.
۲ - د برښنالیکونو او یا هم د نورو سایټونو او یا د ټولنیزې مډیا له لارئ تاسې ته راستول کیدونکي لیکونه په ډیر دقت او ځیر سره پرانیزئ. په هر ډول سوداګریزو اعلاناتو باور مکوئ. ډیری وخت هکران د سوداګریزو اعلانانو په نامه ستاسې خصوصي معلوماتو ته لار پیدا کوي. ډیری وخت هکران د سوداګریزو اعلانانو په بهانه ستاسې حسابونو ته ویروس درلیږي او ستاسې ټول معلومات غلا کوي.
۳ - هغه برښنالیکونه چې نه یی پیژنئ هیڅکله مه خلاصوئ.
۴ - د پاسورډ په انتخاب کې ډیر دقت کوئ. ساده او اسانه پاسورډ لکه د زیږیدنئ نیټه، د ټیلیفون شمیره او داسې نورو نه ډډه وکړئ. په پاسورډ کې د غټو او وړو حرفو، شمیرو او سمبولونو نه کار اخلئ.
۵ - د عامه مکانونو په وایفای یا بیسیم انټرنټ باور مکوئ. ځکه چئ تاسئ نه پوهیږئ چې دا انټرنټ تر کومه اندازه ډاډ من دی.
۶ - په انټرنټ کافو کې د خپلو حسابونو له لارې د نورو سره څه مه شریکوئ. د بیلګئ په توګه د الوتکې ټینګټ مه رانیسئ او یا خپل بانکي حساب مه خلاصوئ .