تركيه فضا ته د يوې نوې سپوږمكۍ توغولو ته تيارى نيسي.

د تركيې د هوايي او فضايي چارو اداره په پام كې لري چې د ترك – سټ ۴بي نوې سپوږمكۍ فضا ته وتوغوي. ددې سپوږمكۍ سره به د ټېلوېزيوني نشراتو سربېره انټرنيټي خدمات هم وړاندې شي.

227817
تركيه فضا ته د يوې نوې سپوږمكۍ توغولو ته تيارى نيسي.

تركيه فضا ته د يوې نوې سپوږمكۍ توغولو ته تيارى نيسي.
د تركيې د هوايي او فضايي چارو اداره په پام كې لري چې د ترك – سټ ۴بي نوې سپوږمكۍ فضا ته وتوغوي. ددې سپوږمكۍ سره به د ټېلوېزيوني نشراتو سربېره انټرنيټي خدمات هم وړاندې شي. تمه كيږي چې په تركيه كې به د انټرنيټي خدماتو بيې هم راټيټي شي.
ټاكل شوې ده چې دا سپوږمكۍ به د جون د مياشتې په ۳۰مه نېټه د قزاقستان د هېواد د باى كونور د فضايي تمځاى نه وتوغول شي. دا سپوږمكۍ به د آګست د مياشتې په ۱۵ نېټه په فعاليت پيل وكړي. دا سپوږمكۍ به د اروپا، آسيا، منځني ختيځ او منځنۍ آسيا سيمې تر خپل پوښښ لاندې راوړي.
په تېره بيا د نړۍ د ګوډ ګوډ نه د ژوندۍ خپرونې د ترسره كولو په موخه د ترك- سټ ۴ بي سپوږمكۍ ځانګړى اهميت لري.


پيوندونه:

اړوند خبرونه