د يوټيوب د وېبپاڼې نوى رقيب `فېسټيوب``

د فېسبوك شركت چې په نړۍ كې شاوخوا ۱،۳۵ ميليارده فعال كاروونكي لري د يو بې ساري اقدام په ترڅ كې د كاروونكو لپاره د خپلو ويډيوګانو د شريكولو پراخه امكانات برابروي.

160331
د يوټيوب د وېبپاڼې نوى رقيب `فېسټيوب``

كه څه هم اوسمهال د فېسبوك كاروونكي كولاى شي چې خپلې لنډې ويډيو ګانې شريكې كړي خو ددې ويډيو كيفيت خراب دى. سربېره پر دې كاروونكي نشي كولاى چې په ژوندۍ بڼه ويډيويي خپرونې ولري.
د فېسبوك د نوې ځانګړتيا په چوكاټ به كاروونكي ددې امكان ومومي چې آنلاين ټلويزيوني كانالونه جوړ او په ژوندۍ بڼه خپرونې وكړي. ددې مهمې ځانګړتيا نه اوسني ټلويزيوني كانالونه هم ګټه پورته كولاى شي. د بېلګې په ډول د امريكا د متحدو ايالتونو د اې بي سي نامتو ټلويزيوني كانال د لومړي ځل لپاره په فېسبوك كې خپل كانال پرانيستلو. اې بي سي د فېسبوك له لارې خبري ويډيوګانې خپروي او حتى ژوندۍ خپرونې لري.
پخوا خبري كانالونو د يوټيوب د وېبپاڼې له لارې ژوندۍ خپرونې خپرولې. فېسبوك ددې پروژې سره غواړي چې په نړيواله سطحه د ويډيو د شريكولو په برخه كې د يوټيوب سره رقابت وكړي.
د فېسبوك چارواكي هيله لري چې په سايټ كې د كاروونكيو لخوا په ژوندۍ بڼه د خپرونو د خپرولو سره د فېسبوك كاروونكي نور هم زيات شي.
فېسبوك همداراز په پام كې لري چې د يوټيوب، ګوګل او ياهو په څېر د وېبپاڼو خدمات هم د فېسبوك له لارې خپاره كړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه