د موبايل پر ځاى د لاس په واسطه خبرې

پوهان ۲۱مه پېړۍ د معلوماتي ټيكنالوژۍ د پېړۍ په توګه يادوي. په دې كې شك نشته چې راتلونكي ۹۰ كلونه به د بشريت په تاريخ كې د پرمختګ لوړې څوكې ته د رسېدا سمبول وي.

149084
د موبايل پر ځاى د لاس په واسطه خبرې

پوهان اوسمهال په داسې دستبند كار كوي چې په لاس كولو سره به ځيرك ګرځنده ټېلفون يا موبايل سكرين په لاس ښكار كړي.
د فرانسې د هېواد د ټيكنالوژۍ پوهان ددې دستبند د ډيزاين لپاره شپه ورځ كار كوي. دوى وايي هغه ورځې ډېرې نږدې دي چې خپل برېښناليكونه او مسجونه د لاس د پوستكي پر سر ولوستل شي.


دا دستبند ډوله وسيله چې “Cicret” نوميږي د اوس لپاره د ډيزاين په موخه د مالي مرستې په انتظار ده. دا وسيله چې د لاس د حركت په واسطه كار كوي د موبايل په څېر به حافظه، پروسسر، ميكروچيپ، او د USB ځاى ولري. ددې وسيلي اساسي دنده بيا د موبايل د سكرين سره د اړيكو په نيولو سره د سكرين تصوير مړوند ته انتقالوي او پدې ډول كاروونكى كولاى شي چې د خپل مړوند نه موبايل كنترول كړي.


د “Cicret” ډيزاينران وايي چې `` خپل برېښناليكونه ولولئ، د مړوند نه ټېلفوني اړيكې ونيسئ، د هوا حالات تعقيب كړئ، د نقشې نه خپل موقعيت معلوم كړئ او حتى د خپلې خوښې ګېم وكړئ. ددې دستبند په واسطه هر څه مو چې خوښه وي كولاى شئ.``


ددې وسيلې جوړوونكي وايي چې د توليد لپاره ۷ سوه زره يورو او د بېلابېلو موبايلونو لپاره د پروګرام جوړولو لپاره ۳۰۰ زره يورو بوديجې ته اړتيا لري.
د پوهانو د ډلې نه Guillaume Pommier هيله لري چې دا وسيله به په راتلونكو دوه كلونو كې د ۴۰۰ ډالره بيې سره بازار ته وړاندې كړي.

پدې اړه په زړه پورې وېډيو وګورئ!


پيوندونه:

اړوند خبرونه